<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-11 15:57:56    
چين په فعاله توګه دختيځی اسيا په سيمه کښی دپانګه اچونی په برخه کښی همکارۍ تقويه کړی او پکښی يی ګډون کړی دی .

cri

دختيځی اسيا په سيمه کښی د پانګه اچونی په برخه کښی د همکارۍ د پياوړتيا په مقصد په ختيځه اسيا کښی د پانګه اچونی په باب فورم په وروستيو وختونو کښی دشان تونګ دولايت د وی های په ښار کی جوړ شو . دچين ،جاپان ،دکورياد جمهوريت او د جنوب ختيځی اسيا د اتحاد دلسو هيوادونو د حکومتونومامورينو ،صنعتګرانو او کار پوهانو د ختيځی اسيا په سيمه کښی داقتصادی ودی ، د پانګه اچونی د چاپيريال او پولی همکارۍ په باب بحثونه وکړل .د ګډون کوونکو په نظر دختيځی اسيا د هيوادونو تر منځ دپانګه اچونی په برخه کښی په همکارۍ کښی مثبت ثمرونه ترلاسه شوی دی او د همکارۍ زيات امکانات موجود دی چين د پانګه اچونی دهمکارۍ د پياوړتيا په برخه کښی مثبت رول لوبولی دی .

په وروستيو څو کلونو کښی د ختيځی اسيا سيمه تل يوه داسی سيمه ګنله کيږی چه اقتصادی وده يی د نړی د نورو سيموپه نسبت ډيره چټکه ده .د ختيځی اسيا د اقتصادی ودی په بهير کښی سيمه ايزه همکارۍ ورځ په ورځ دنوموړی سيمی دودی مهمه محرکه قوه ګرځيدلی ده .

له نښه نښانو څخه څرګنديږی چه پانګه اچونی دختيځی اسيا په سيمه ايزه همکارۍ کښی ورځ په ورځ مهم رول لوبولی دی. په نوموړی فورم کښی دچين د ملی

ولسی کانګرس ددايمی کميټی مرستيالی ميرمن ګو سيو ليان وويل ( اواز ) د

پانګه اچونی په برخه کښی همکارۍ به د نوموړی سيمی داقتصادی ودی نوی ټکی وی .دچين په شمول د ختيځی اسيا ځينی هيوادونه زياتی خارجی اسعار ذخيره کوی ، دخلکو په منځ کښی زياتی بی استفادی پانګی هم موجودی دی .دځتيځی اسيا په سيمه کښی د پانګه اچونی ستر امکانات موجود دی .

داوږدی مودی نه راهيسی دچين حکومت تل په نوموړی سيمه کښی دپانګه اچونی دهمکارۍ د پياوړتيا په مقابل کښی مثبته رويه غوره کړی ده او په وار سره يی د نوموړی سيمی له زياتو هيوادونو سره د پانګه اچونی د ضمانت په باب

موافقه ليکونه لاسليک کړی دی .. اوس ختيځه اسيا دچين دسوداګرانو له خوا دپانګه اچولو تر ټولو نه لوی سرچينه ده .

دختيځی اسيا په مختلفو هيوادونو کښی جاپان په چين کښی ډيری زياتی پانګی اچولی دی . د جاپان د بين المللی تجارت د پرمختګ دټولنی په اړه دشورا رئيس يوشيو ناکاتا زمونږ دراډيو خبريال ته وويل چه په وروستيو وختونو کښی زياتی جاپانی تصدۍ د هغو پاليسيو په مقابل کښی پوره اطمينان لری کوم چه دچين د لويديځوسيمو دودانولو او د شمال ختيځ چين دسمسورتيا په برخه کښی دچين له خوا تطبيق شوی دی ،نوموړی تصدۍ چمتو دی چه دغو سيموته داخل شی ،ما دوه واره د جاپانی تصديو د هياتونو په مشرۍ دچين د لويديځوسيمو څخه ليدنی کتنی وکړی .سربيره پردی اوس جاپانی تصدۍ هم چمتودی چه دچين منځنی سيموته داخل شی .

د جاپان نه په پرته په چين کښی د کوريا د جمهوريت دتصديو پانګه اچونه هم په

چټکۍ سره زياته شوی ده . چين يو داسی هيواد ګرځيدلی دی چه په مسلسلو

درو کالو کښی دکوريا جمهوريت پکښی ډيری زياتی پانګی اچولی دی .

دختيځی اسيا د مختلفو هيوادونو د پانګو دراجلبولو په عين وخت کښی چين د ډول ډول تدبيرونو په نيولوسره د خپل هيواد تصديو ته تشويق ورکړی چه په خارج کښی پانګه واچوی چه په دی جمله کښی دختيځی اسيا سيمه دچين د تصديو دپانګه اچونی عمده ځای ګرځيدلی دی .دچين ددولت د انکشاف دبانک مرستيال ياو ځونګ مينګ دختيځی اسيا د پانګه اچونی په فورم کښی وويل ( اواز ) زمونږ بانک د پروګرامونودپاره د پانګو دراغونډولو ،تخنيکی مرستو او نورو طريفو له لاری دچين لويی تصدۍ دی ته تشويق کړی چه ځارج ته لاړشی ، په تيره بيا دختيځی اسيا په سيمه کښی دهمکاری له لاری د زراعت او ځنګلدارۍ دچارو ،اومه موادو او اساسی تاسيساتو په شمول له پروژو څخه ګټه اخيستل کيږی . په ٢٠٠٤ کال کښی دچين د دولت دانکشاف بانک دچين او د جنوب ختيځی اسيا د اتحاد دهيوادونو د منځنيو او کوچينيو تصديو د پانګه اچونی په صندوق کښی ګډون کړی دی ،د نوموړی صندوق مقصد د جنوب ختيځی اسيا د اتحاد دلسو هيوادونو او دچين د منځنيو او کوچنيو تصديو دپاره د پولی ملاتړ برابرول دی .