<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-11 16:32:36    
ويروس –نه ليدونکی دښمن

cri

يوه پيړۍ دمخه عالمانو دا نظر درلود چی مکروب د ناروغيو د خپريدو سبب دی ،خو ځواب يی سم نه و ،د هالند بنات پيژندونکی په اتلس سوه اته نويم کال کی اعلان وکړ چی هغه د کانتا جيوم ويويم فلويديوم په نامه نوی ماده وموندله چی وروسته د ويروس په نامه ياديږی ،خو په هغه وخت کی عالمانو د ده کشف و نه مانه ځکه چی دوی دغه ماده نه ده ليدلی .وروسته تر هغه وخته چی دغه عالم په يولس سوه يو ديرشم کال کی مړ شو،له دی امله چی د ويروس حجم ډير کوچنی دی ،نو په معمولی ميکروسکوپ کی دغه ماده نشی ليدلی .په نولس يوه نهه ديرشم کال کی عالمانو بالاخره ويروس وليد چی حجم يی يوازی د ميکروپ د حجم نه په سلو کی يو کم دی .

ممکنه ده چی ويروس څو ميليارده کاله د مخه رامنځته شو او حتی د کيهان څخه راغی .ويروس عمومأ داسی جن دی چی د پروتين لخوا تړل شوی دی .خو ځينو عالمانو دا نظريه درلوده چی د ويروس سرچينه د کيهان سره اړيکی لړی .د مثال په توګه انفلونزا دغه کلمه له انفلونس څخه راغلی ده چی مانا يی په زمکی باندی د کيهان اغيزه ده .دنورو ځينو عالمانو په نظر ويروس د لکۍدار ستوری څخه زمکی ته راغلی دی .ځکه چی د دوی په نظر د انفلونزا د رامنځته کيدو او خپريدو سرعت ډير چټک دی او په اروپا کی د خپريدو فصل يی عمومأ په ژمی کی دی .

نن ورځ په نړۍ کی شپږ ډوله ويروس ډير خطرناک دی .

که ويروس نه وی ويروس عمومأ د ناروغيو او مرګ سره يو ځاي د خلکو په دماغ کی پيدا کيږی ځکه چی د ايدز او أبلی او نورو خطرناکو ناروغيو سبب دی .خو په حقيقت کی ويروس هم ځانګړی ارزښت لری .په نړۍ کی زياتره ويروسونه د انسانانو سره يو ځای ژوند کولی شی او ځينی يی د انسانانو ښه دوستان دی او زيات خدختونه يی تر سره کړی دی .پخوا د انستان په وجود کی ويروسونو ته د ناروغيو د رامنځته کيدو سرچينه ګڼله کيده ،خو په اصل کی د انسان په وجود کی کم شمير ويروسونه د ناروغيو د رامنځته کيدو ويروسونه دی او يوازی د غفونيت په لنډ وخت کی ژوند کوی او د ناروغيو د جوړيدو او يا د ناروغانو د مړ کيدو نه وروسته هم مړه يا نورو ځايونو ته تلی شی .يو شمير غير مضر ويروسونه نور مضر ويروسونه وژلی شی .د امريکی عالمانو دا أزموينه په بريالی توګه تر سره کړی ده چی د زکام ويروس د موږک په مغز کی د طاعون د علاج دپاره ګټور دی چی ناروغ موږک نور يو سلو شل ورځی ژوند کولی شی .د کاناډا عالمانو هم د سرطان د سلوالو د وژلو ويروس پيدا کړی دی چی دغه ويروس د انسان په وجود کی ډيري پيدا کيږی او د انسان د وجود دپاره هيڅ ضرر نه لری ،خو د سرطان ډول ډول ويروسونه وژلی شی .که ويروس نه وی ،علمی ازموينی په ساده او چټکی سره نشی تر سره کيدای .د مثال په توګه د جن د څيړنی په برخه کی لازم عناصر د ويروس څخه راغلی دی .

په زمکه کی ټول موجودات په تيرو درو ميلياردو پنځو سوو مليونو کلونو کی رامنځته شوی ،تکثير او تکامل شوی دی ،همداشان ويروسونه هم په تيره اوږده موده کی تکامل شوی دی .د موجوداتو ترمنځ د نسبتی ثابت تکامل روابط رامنځته شوی دی چی په نتيجه کی ايکولوژيکی سيستمونه هم برابر شوی دی .مثلأ د نولسمی پيړی په پای کی په استراليا کی وحشی سويان ډير تکثير شوی دی چی شمير يی د سلو کالو په موده کی اوو ميلياردو ته ورسيد چی په نتيجه کی د استراليا د ماليداری چارو ته سخت تاوانونه ورسيدل .د استراليا حکومت د يو ډول ويروس په استفادی سره د درو کالو په موده کی په استراليا کی په سلو ی نه نوی سويان وژل شوی دی .خو لږه موده وروسته د وحشی سويانو په وجود کی د ويروس زهرداری کمه شوی ده چی په پای کی وحشی سويان بيا زيات شوی دی .