

په چين کی څلور عمده لوړی دښتی شته چه نومونه يی د چينګ های _ تبت لوړه دښته ، د داخلی مغولستان لوړه دښته ،د هوانګ تو لوړه دښته او د يون نان – ګوی جو لوړه دښته دي ٠
د چينګ های _ تبت لوړه دښته د چين په جنوب لوېديځه سيمه کی واقع ده او د تبت، چينګ های او سه چوان لوېديځی برخی او د شينګ جيانګ ځينی برځی پکی شمېرل کيږی٠ مساحت يی تقريبا دوه مليونه دری لکه مربع کيلو متره ده او د چين په عمومی ساحت کی يو پر څلورمه برخه نيسی، نو هغه د چين لومړنی لويه لوړه دښته ده٠ د بحر له سطحی نه د نوموړی دښتی معمولی جګوالی څه دپاسه څلور زره مترو ته رسيږی چه په نړۍ کی تر ټولو لوړه ده، نو دغه لوړه دښته د نړی د بام په توګه بلل کيږی٠ د نړۍ لومړنی لويه څوکه يعنی د جومالاما څوکه د دې لوړی دښتی په سرحد کی پرته ده٠ په دغی لوړی دښتی کی ډېر لوی او کوچنی جهيلونه شته چه د دغو جهيلونو مساحت د چين د جهيلونو د عمومی مساحت په سلو کی دېرش برخه نيسی٠
د داخلی مغولستان لوړه دښته د چين د داخلی مغولستان په خودمختاری سيمی کی واقع ده او مساحت يی يو ميلون کيلو متره دی او د چين د دوهمه لويه او لوړه دښته ده٠د دې لوړی دښتی معمولی جګوالی د سمند له صطحی نه د يو زر مترو څخه تر يو زر پنځوس مترو پوری دی٠ د دې لوړی دښتی اکثره سيمی د اوبو او چمن نه ډکی دی، نو دغه لوړه دښته د چين له ښه څړ ځايونو څخه شمېرل کيږی٠
د دې لوړی دښتی اقليم ډېر وچ دی او په لوېديځه برخه يی لويی صحراوی پرتی دی مثلا د بدنجيلين صحرا او د تنګيری صحرا٠ د داسی صحراګانو مساحت د چين د صحرا د عمومی مساحت په سلو کی اوه دېرش اعشاريه اته برخه نيسی٠