د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د جولای په يوولسمه نيټه د پاکستان د خارجه وزارت نطاق جليل عباس ګيلانی په اسلام اباد کی په يوه مطبوعاتی غونډه کی د هند داسی خبره رده کړه چی په پاکستان کی د تروريستانو د روزنې اډه شته. د هند خارجه وزير نتوار سينګ په دې وروستيو ورځو کی د بی بی سی له خبريالانو سره د مرکې په بهير کی ويلی و چی په پاکستان کی د تروريستانو د روزنې اډه شته. مګر ګيلانی دا څرګنده کړه چی د هند د خارجه وزير نوموړی خبری د هند او پاکستان ترمنځ د سوله ايز بهير دپاره هېڅ ګټه نه لری.
|