<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-12 16:25:16    
د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو دپاره شعار رامنځته شويدی

cri

لږه موده د مخه د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو انتظامی کميټی د ٢٠٠٨ کال د راتلونکو لوبو دپاره ځانګړي شعار اعلان کړ _ يوه نړۍ ، يو خيال ٠ ددې شعار مانا څه ده ؟ د نوموړی کميټی رئيس ليو چي وويل چه دا شعار په زرګونو تنو خلکو د نظريو او وړانديزونو په راغونډيدو سره جوړ شويدی . د ورزش او سپورت نننی پروګرام کی به د دې شعار په باره کي څه نا څه معلومات واوري ٠

د جون په ٢٦ مه نيټه ماښام د بيجينګ د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو دپاره د شعار د خپرولو درانده مراسم د بيجينګ د کارګرو په جمنازيم کی جوړ شول او د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټی د سياسی بيورو دايمی غړی لی چانګ چون نوموړي شعار د لومړي ځل دپاره اعلان کړ نوموړي شعار چه وايي يوه نړۍ ، يو خيال ، د اولمپيک د سپورتی لوبو د مرام او د کوربه هيواد د کلتور څرګند مظهر دی ٠ د ١٩٨٨ کال د کوريا د جمهوريت په مرکز سيول کي د اولمپيک د سپورتی لوبو د جوړيدو نه راهيسی ، د هرې دوری د اولمپيک د سپورتي لوبو د کوربه هيواد لخوا يو ساده او اهميت لرونکی شعار خپور شويدی ٠ مثلأ تير کال د اټن د اولمپيک په سپورتي لوبو کي يونانيانو په ډير افتخار سره دا شعار خپور کړ چه د اولمپيک کور ته د بير ته راتګ هرکلی کوو .

د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو انتظامی کميټی مسئول وويل چه يوه نړۍ ، يو خيال دغه شعار هم د اولمپيک روحی تر تشويق لاندي د ښکلي راتلونکي د تر سره کولو په غرض د ټولو انسانانو د ګډې هيلې څرګندوي دی او هم د بيجينګ د

ښاريانو په شمول د چين د ټولو هيوادوالو د هغه خيال مظهر هم دی چه غواړی چه د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو له خلکو سره يو ځاي ګډ سمسور کور جوړ کړي ، له نړيوالو تمدونونو څخه ګټې لاس ته راوړي او ښکلي راتلونکی جوړه کړي ٠علاوه پر دې د چين په عنعنوی کلتور کي د انسان او طبيعت ، د انسانا نو تر منځ اړيکو ته ډير اهميت ورکول کيږي ، نو د سالم انکشاف ، د نيک ګاونډيتوب په فضا کي د ګډ ژوند او د همکارۍ له لاری د ګډو ګټو د اخيستلو په هکله محتويات چه په نوموړي شعار کي شامل شويدي ، د چين د عنعنوی کلتور سره بيخي ور ته والی لری ٠

د چين د نامتو پوه او د اولمپيک د سپورتی لوبو په باب د بيجينګ پوهنتون د متخصص جانګ يی وو په نظر له نوموړی شعار څخه ښکاره شويده چه چين هيله لری چه د نړۍ د مختلفو هيوادونو له خلکو سره يو ځای د سالم انکشاف د تر سره کولو لپاره خدمت وکړي ٠ هغه وويل د نوموړی شعار له دوو موضوعاتو څخه شامل دی چه لومړي د يوې نړۍ مانا دا ده چه چين د خپلې دروازې د خلاصولو رويه لري او غواړي چه د نورو هيوادونو سره نژدي اړيکي ټينګ کړي . د يوه خيال مانا دا ده چه چين او نړۍ د انسانانو د ارزښت د نظريې مثلا د سولې سره د مينې په هکله يو شان هيله لري .

د توجه وړ خبره دا ده چه د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو شعار نه د کوم شخصيت لخوا وړاندی شوي ، بلکې د چين او نړۍ د زرګونو تنو خلکو د نظرياتو په راغونډولو له لارې رامنځته شويدی ٠ انتظامی کميټی د سږ کال د جنوری له لومړی نيټی څخه په ټوله نړۍ کي د بيجينګ د اولمپيک د لوبو د شعار د راغونډولو فعاليت پيل کړ او په يوه مياشت کی يي څه دپاسه دوه لک لس زره بيلا بيل

شعارونه تر لاسه کړل ٠ د تير فبروری په مياشت کي د نوموړی کميټی کارکوونکو له دغو شعارونو څخه اته سوه شعارونه انتخاب کړل او د احصائيی نه وروسته په انتخاب شويو اتو سوو شعارونو کی داسی لغتونه په تکرار سره ليدل کيدل لکه : هماهنګي ، خيال ، يووالی او ګډې ګټې٠ نوموړی لغتونه په نړيواله ټولنه کی د چين لخوا د ټينګار شوي دايمي دريځ سره سمون خوري ٠

په عين وخت کی درو نامتو بين المللی شرکتونو د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو د انتظامی کميټی په سپارښتنه په ټوله نړۍ کی خاص تحقيقات تر سره کړيدی ٠د يوه مشاورتې شرکت مسئولې سوسن پيتيس څرګنده کړه زمونږ د تحقيقاتو هدف چه د بيجينګ د اولمپيک د انتظامې کميټې د سپارښتنې سره تر سره شويدي ، لومړی د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک د سپورتی لوبو او د شعار په هکله د نړيوالو د نظريو اوريدل دي او وروسته د چينې ملت د خيال او د چين د هر تن د اميد راغونډول دي ٠

نوموړی کميټی د څو مياشتو د انتخابولو او د زيات شمير پوهانو د پيشنهادونو د اوريدو نه وروسته دا شعار وټاکه چه يوه نړۍ ، يو خيال ٠ نو د دې کميټی رئيس ليو چی وويل چه دا شعار د زرګونو تنو خلکو د پوهو او نظريو د راغونډولو نتيجه ده ٠