ښايی چه په زړه کی مو دا شک او اشتباه رامنځ ته شی چه په چين کی هر کال زيات شمير محصلين له پوهنتونونو څخه فارغ کيږی ، ولی تاسی په ځانګړی ډول نجلی يانګ شياو شيا رايادوی ؟ يانګ شياو شيا څوک ده ؟ هغه له نورو محصلينو سره څه فرق او ځانګړيتوب لری ؟ اوس اړونده ځوابونه له تاسو سره شريک کوو .
د ١٩٩٤ ميلادی کال د اګيسټ په مياشت کی ١٢ کلنه نجلی يانګ شياو شيا په يو ډول حيرانوونکی ناروغۍ اخته شوه چه د بدنی اندامونو د عضلاتو نسجونه يی د پړسوب او خرابيدو په حال کی ؤ ، خو علت يی معلوم نه و . په دی وجه نجلۍ يانګ د مجبوريت له مخی له ښوونځی څخه ولاړه او د علاج لپاره د بيجينګ د نظامی ناحيی په عمومی روغتون کی بستره شوه . وروسته تر هغه چه د نجلی د ښی لاس مخکينی برخه او د کيـڼ لاس دوه ګوتی مجبورأ پری کړی شوی ،د بدن اندامونه به يی لا هم خرابيدل . کله چه د ١٩٩٥ کال د دسمبر په مياشت کی د يانګ شياو شيا د ناروغی او بدمرغی په باب خبر د مطبوعاتی زرايعو له لاری ورکړ شو ، په ټولنه کی سمدستی د لس ګونو زرو تنو خلکو په ګډون مرسته کوونکی فعاليتونه رامنځ ته شول چه د نوموړو مرسته کوونکو په منځ کی ددولت ، ولايتونو او وسله والو قواؤ مشران ، متقاعد مامورين ، حتی د وړکتون کوچنيان ، دغه راز د امريکی ، جاپان ، کانادا او ناروی دوستان او د تايوان ، هانکانګ او مکاؤ وطن وال هم شامل
ؤ . په نتيجه کی يی نجلی يانګ ته ټول د ٨ لکو اويا زرو ژن مين بی يوانو په اندازه پيسی بسپنه ورکړه . د مرکز بيجينګ د ٢٦ روغتونونو نه راغلو تګړه او سابقه دارو ډاکترانو په وړيا ډول د نجلی يانګ شياو شيا د اخته شوی ناروغی د پيژندنی او علاج لپاره ګډ او زيات کوښښونه وکړل .
بالاخره يانګ شياو شيا روغه جوړه شوه او د ١٩٩٥ کال د اکتوبر په مياشت کی خپل ټاټوبی شان دونګ ولايت ته بيرته لاړه . په ٢٠٠١ کال کی هغه د ملی امتحان له لاری د بيجينګ د ترافيکی پوهنتون لخوا ومنله شوه او د خپلو بدنی شرايطو سره سم يی د محاسبوی علم په زده کړی پيل وکړ .
اوس څلور کاله تير شوی او نجلی يانګ شياو شيا له نوموړی پوهنتون څخه فارغه شوی او د جون په ٢٦ نيټه سهار د پوهنتون لخوا په جوړ شويو اړوندو مراسمو کی نجلی يانګ شياو شيا په مسکا سره د پوهنتون د مشر لخوا ورکړې شوی شهادتنامه واخيسته . هغی له خبريال سره دمرکی په ترڅ کی څرګنده کړه چه زه ځکه نه غواړم چه د فوق ليسانس د لوړو تحصيلاتو لپاره په پوهنتون کی زده کړې ته دوام ورکړم ، عمده مقصد می دا دی چه د خپلی
ټولنی مينی او پاملرنی ته ژر تر ژره ځواب ورکړم او د ټولنی لپاره زيات خدمتونه او کارونه وکړم او دا زما تر ټولو قوی ارزو او لوی هدف دی . ځکه د همدی ټولنی خلکو پر ما مهربانی کړی او زما ژوند يی ژوند يی ژغورلی دی
د يانګ شياو شيا استاذ خبريال ته وويل چه د زده کړې په موده کی يانګ شياو شيا د خپلی کلکی ارادی په درلودلوسره ډير مشکلات ليری کړل . د
خپل رسمی علم د زده کړی د دندې د ترسره کولو په ضمن کی يی نه يوازی د عالی مدرسی د انګليسی ژبی په څلورمه درجه امتحان کی بری وموند ، بلکی يی د ستاژر په توګه د خپلی رسمی علمی زده کړی په اړونده يوڼت کی
ازمايښتی کار هم ترسره کړ . د زده کړی نه وروسته په تفريح او فارغ وخت کی يانګ شياو شيا د تودو احساساتو په درلودلو سره په فعاله توګه په ټولنيزو فعاليتونو کی برخه اخلی او زړه يی تل د اجتماعی سوکالی او د عمومی خدمت له چارو سره تړلی دی . د يوه کال لپاره يی د چين د دولت د فقيدی مرستيالی ميرمنی سونګ چينګ لين په پخوانی هستوګنځی کی رضاکارانه کار وکړ . د زده کړې په څلورو کالو کی يانګ شياو شيا د زده کړی ، اجتماعی کار او روحياتی تمدن په برخو کی د خپلو زيارونو او د ستاينی وړ څرګندونو له امله زيات تعليمی فيلوشپونه او جايزی وګټلی . دغه راز يی د ممتاز شخصيت په توګه نور افتخاری لقبونه هم ترلاسه کړل .
له پوهنتون نه د فارغيدو وروسته به يانګ شياو شيا په مرکز بيجينګ کی په رسمی کار پيل وکړی ، اوس هغی د بيجينګ له يوه شرکت سره ابتدايی کاری قرارداد لاسليک کړی دی . د هغی استاذ څرګنده کړه چه د يانګ شياو شيا د بدنی شرايطو او ځانګړی حالاتو په نظر کی نيولو سره به کوښښ وکړو چه هغی ته د نوموړی شرکت نه لا ښه او مساعد يوڼت پيدا کړو .
خبريال دا معلومات هم ترلاسه کړل چه لس کاله د مخه ټولنی يانګ شياو شيا ته ټول اته لکه اويا زره يوانه بسپنه ورکړه چه په دی جمله کی د هغی د ناروغی د علاج لپاره څلور لکه شل زره يوانه مصرف شوی دی . په ١٩٩٧
کال کی نجلی يانګ شياو شيا نور څلور لکه پنځوس زره يوانه اضافی پيسی په پوره توګه د سونګ چينګ لين صندوق ته سپارلی دی . اوس په دی څنګ کی چه يانګ شياو شيا له پوهنتون نه فارغه شوی او په خپل رسمی کار به پيل وکړی ، د صندوق په توګه به هغو پوهانواو ډاکترانو ته د جايزی ورکولو
لپاره تری استفاده وشی کوم چه د ماشومانو او کوچنيانو د هغو ناروغيو د علاج په برخه کی چه تشخيص يی مشکل وی ، ډير او مهم خدمتونه سر ته ورسوی .