د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د جولای په دوولسمه نيټه د المان صدر اعظم ګيرهارد شرويدر د پاکستان له صدر اعظم شوکت عزيز سره په برلين کی کتنه وکړه او دواړو خواوو د م م د اصلاحاتو په هکله د نظريو تبادله وکړه. شرويدر د کتنې نه وروسته په يوه مطبوعاتی غونډه کی وويل چی المان او پاکستان دواړه دا نظر لری چی م م بايد ژر اصلاح شی، مګر دواړه خواوې د اصلاحاتو د سرعت په مسئله کی اختلافات لری. عزيز وويل چی پاکستان د م م له اصلاحاتو څخه ملاتړ کوی، مګر د م م د يوې برخې په توګه بايد امنيتی شورا د م م د ټولو غړو هېوادونو د ګډو نظريو د تر لاسه کولو نه وروسته اصلاح شی. د دواړو هېوادونو صدر اعظمانو د ذات البينی روابطو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په شمول د څو مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړه.
|