
د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی،د پاکستان جمهوررئيس مشرف او صدراعظم عزيز د جولای په ديارلسمه نيټه د درو اورګاډو د ټکر د پيښی په نسبت چه د پاکستان د سند په ايالت کی وشوه ، خواشينی څرګنده کړه او له اړوندو ارګانونو څخه يی غوښتنه وکړه چه ډېر ژر دی د ژغورلو کار تر سره کړی او د دې پيښې د علت پوره تحقيقات دی وکړی.
د پاکستان د دولتی ټلويزيونی سټيشن د تازه خبر له مخی، په نوموړی پيښه کی تقريبا ١١٢ تنه مړه او ١٤٠تنه ټپيان شويدی چه ديارلس واګونونه سخت خراب او له منځه تللی دی.د سند او پنجاب د ايالتونو د اوسپنيزی لاری سيستم په ټپه دريدلی دی.