<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-13 19:01:28    
په چين کې د نشه ئي موادو د مخنيوي لوړه څپه

cri

ټولو ته معلومه ده چه نشه ئي مواد نه يوازي د وګړو پر روغتيا او ژوند باندې ناړوه اغيزه لري ، بلکه د ټولنيز ثبات او اقتصادي پرمختيا ته ضرر هم رسوي ٠ د اوږدي مودې نه راهيسي د چين حکومت د نشه وي موادو سره د مبارزې له پاره زيات مالي او مادي قوت اچولي او په دي هکله يي نه ستومانه کيدونکي کوششونه ترسره کړي دي ٠

هر کال د جون شپږ ويشتمه نيټه د نشه ئي مواد د مخنيوي بين المللي ورځ ده ٠ چه د ١٩٨٧ کال د جون په مياشت په اطريش کې د ملګرو ملتو د نشه ئي موادو د مخنيوي په بين المللي غونډه کې يي ټاکل شوي ده ٠ سږکال د جون په پنځمه نيټه سهار وختي د چين د هوبي ، حه نان ، ګوانګ تونګ ، يوان نان ، هو نان او ان هوي په ولايتونو کې امنيتي څانګو يو د بل په همکارۍ سره د هيواد په چوکاټ کې د نشه ئي موادو په اړه جنايتونو ته د ضربه رسولو عمليات پيل کړل او په دي بهير کې يي دوه لس تنه مهم جنايت کاران ونيول او بيلا بيل کيمياوي نشه ئي مواد چه وزن يي دوه نيم ټنو ته رسيدلي ، په غنيمت سره تر لاسه شوي دي ٠ په نوموړو عملياتو کې چه د مي له ديرشمې نيټې نه د جون تر پنځمې نيټې پوري يي دوام درلود ، د چين د جنوبي خوا د يون نان په ولايت کې نهه تنه اړوند مشکوک مجرمين نيول شوي او پنځه اتيا کيلو هيروين په غنيمت سره تر لاسه شوي دي ٠

د چين د نشه ئي موادو د مخنيوي ملي کميټې فيصله وکړه چه د سږکال له پيل نه په درو کالو کې د ټول هيواد په چوکاټ کې د مخدره موادو سره د مبارزي يوه ولسي جګړه تر سره کړي او هدف يي دا دي چه د نشه ئي موادو سرچينه ليري او د نشه ئي موادو زيانونه او په نشه ئي موادو د اخته کسانو د شمير د پراخيدو مخه ونيول شي ٠ د چين د عامه امنيت د وزارت په اړه د نشه ئي موادو د مخنيوي د اداري د معلوماتو له مخې نوموړي ولسي جګړه به په پنځو مرحلو تر سره شي ٠ لومړي به اړوند تبلغاتي فعاليت ترسره شي ، په دي بهير کې به د تبليغاتي فعاليتونو له لارې په ټولنه کې کوچينيانو او ځوانانو ته د نشه ئي موادو د ضرر په باب معلومات ورکړاي شي ٠ دوهم د بيلا بيلو تدبيرونو په غوره کولو سره به هغو وګړو ته چه په نشه ئي موادو معتاد شوي ، له نوموي عادت څخه د دوي د حلاصولو له پاره مرستې برابرې کړي ٠ دريم د نشه ئي موادو د سرچينې د له منځه وړلو له پاره هر اخيز عمليات تر سره شي ٠ څلورم د نشه ئي موادو اړوندو جنايتونو او مجرمينو ته سخت ضربت او سزا ورکړاي شي ٠ پنځم د نشه ئي موادو د جوړيدو په هکله د کيمياوي توليداتو ، د بي هوشي او روحي درملونو د جوړولو اړوند کارونه تر جدي تنظيماتو لاندې راوړي ٠

دچين د عامه امنيت وزارت اړوند مامور وويل چه اوس د چين د نشه ئي موادو د مخنيوي حالات ډير سخت ښکاري ٠ مثلأ د نشه ئي تباتاتو غير قانوني کرل لا هم موجود دي ، د مخدره موادو د قاچاق ، خرڅولو او داسي نورې اړوندې مسئلې لا هم سختې دي ٠ د عامه امنيت د وزارت د اټکل له مخې د چين په هغو سيمو کې چه د نشه ئي موادو اړوند جنايتونه سخت ښکاري ، په سلو کې اتيا برخه يي هغه نارينه دي چه په نشه ئي موادو اخته دي او په سلو کې اتيا برخه په نشه ئي مواد عادت لرونکي ښځي په ايدز او نورو ناروغيو اخته شوي دي ٠ دچين د نشه ئي موادو د مخنيوي د دولتي ادارې د رئيس مرستيال او د چين د عامه امنيت د وزارت مرستيال لو فونګ په دي وروستيو وختونو کې وويل چه چين به کوشش وکړي چه په ٢٠٠٦ کال کې د چين د مخدره موادو په ضد قانون صادر او تطبيق شي ٠

د نشه ئي موادو د مخنيوي په هکله د نوموړي لوړې څپې د رامنځته کيدو په عين وخت کې په بيجينګ کې اړوند عمليات هم تر سره شوي دي ٠ سږکال د بيجينګ ښاروالي د نشه ئي موادو جنايونو ته د ضربه رسولو له پاره سل مليونه ژن مين بي يوانه اچولي دي ٠ د بيجينګ دښار د عامه امنيت د ادارې نه د تر لاسه شويو معلوماتو له مخې اوس په بيجينګ ګې د نشه ئي موادو اړوند حالات هم نسبتأ سخت ښکاري ٠ سږکال د جون د يوولسمې نيټې له پيل نه تر سپتمبر پوري د ښار د پولسيو د څانګو له خوا د ښار په چوکاټ کې د لومړي ځل له پاره په نشه ئي موادو د اخته کسانو د ثبت کار پيل شو او د اړوند قانون سره سم به هغه معتاد کسان به چه په وخت يي په امنيتي څانګو کې خپل نومونه نه دي ثبت کړي او په تګرار سره نشه ئي مواد استعمالوي ، تر اجباري اصلاحاتو لاندې راوستل شي ٠