د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د هند او پاکستان استازيو د جولای په ١٣ نيټه په نوی ډيلی کی د طبيعی ګاز د هغه پايپ لاين د جوړيدو په باب لومړنی کاری غونډه پای ته ورسوله کوم چه له ايران څخه به د پاکستان له لاری تر هند پوری وغځيږی . دواړو خواوو د نوموړی پروژې په هکله زياتی ګډی نظريی ترلاسه کړې او يوه ګډه اعلاميه يی خپره کړه .
په اعلاميه کی ويل شوی چه هند او پاکستان موافقه وکړه چه په جلا جلا توګه به د خپلو مشاورينو په ټاکلو سره د نوموړی پروژې په اړه د تخنيکی ، مالی ، تجارتی او قانونی موضوعاتو په هکله تجويزونه وړاندی کړی . دغه راز به د اړوندو دوه اړخيزو مسئلو د پوره حل نه وروسته د هند ، پاکستان او ايران ترمنځ ابتدايی موافقتنامه لاسليکه کړی شی .
د نوموړی پايپ لاين اوږدوالی ٢٦٠٠ کيلومتره دی . د هغه جوړيدل به د هند او پاکستان په وړاندی د انرژيو د کمښت د ليری کولو لپاره ستر اهميت ولری . څو ورځی دمخه په دی هکله د پاکستان او ايران ترمنځ يادداشت لاسليک شوی دی .