د سين هوا اژانس د خبر له مخی د جولای په څوار لسمه نيټه د هند د نظامی قواوو نطاق وويل چی په دې وروستيو ورځو کی دوی د هندی کشمير په شمالی برخه کی د څو واره نظامی عملياتو په تر سره کولو سره د هند او پاکستان ترمنځ په واقعی کنترولی کرښه کی د نفوذ دپاره ديارلس تنه وسله وال کسان ووژل. نوموړي نطاق وويل چی په دې جمله کی اوه تنه وسله وال کسان د هندی کشمير د شمالی برخې د بارامولا په سيمه کی ووژل شول. د خبر له مخی په دغه سيمه کی جګړه يوازی د شکمنو عناصرو د نفوذ پر ضد د هند له خوا په تر سره شويو نظامی عملياتو کی يوه برخه ده. د روانی مياشتی په دوولسمه نيټه د هند عسکرو د هند او پاکستان ترمنځ د واقعی کنترولی کرښې په شاوخوا کی پنځه ديرش تنه وسله وال کسان نيولی دي.
|