<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-15 13:52:43    
د ايران ، پاکستان او هند ترمنځ د پايپ لين په باب د هند او پاکستان خبرې اترې په بری سره پيل شويدی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، هند او پاکستان د جولای په ١٣ نيټه په نوی ډيلی کښی دوه ورځنی خبرې اترې پای ته ورسولې او د ايران، پاکستان او هند ترمنځ د طبيعی ګاز د پايپ لين د أبادۍ په باب اساسی موافقې ته ورسيدل چه په دی اثر په راتلونکو خبرواترو کښی د بيلا بيلو خنډونو د ليری کولو دپاره کلک بنسټ ايښودل شويدی٠

دواړو خواوو په خبرواترو کښی له پاکستان څخه د نوموړی پايپ لين د تيريدو دپاره د لازمو پانګو، د پايپ لين د امنيت او د ګاز د انتقاليدو د کميت او لګښت په شمول د يو لړ موضوعاتو په باب مشورې وکړې٠ برسيره پردی دواړو خواوو هند ته د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګازو د يوه بل پايپ لين د غزيدو د امکان په باب هم د نظر تبادله وکړه ٠

له خبرو اترو نه وروسته په يوه ګډه اعلاميه کښی ويل شوی چه د ايران ، پاکستان او هند ترمنځ د پايپ لين جوړيدل د هند او پاکستان لخوا د انرژۍ د پرله پسی اخيستلو دپاره ډير مهم ښکاری، دواړه هيوادونه د پايپ لين د أبادۍ د مودې، د طبيعی ګازو د کيفيت او د پايپ لين د معيار په شمول د تخنيکی موضوعاتو په باب موافقې ته رسيدلی، خو د قانون، تجارت، د پانګو د ټولونې او د پايپ لين د جوړونې په باب نورو تخنيکی برخو کښی لا هم ستونزی لری ٠ خو دواړو خواوو پريکړه وکړه چه د مسلکی کارکوونکو تر مشورو وروسته به د دغو موضوعاتو د حلولو په باب پلان وړاندی کړی تر څوچه د روان کال تر پايه پوری دوه اړخيزې اساسی موافقې ته ورسيږی ٠ دغه راز دواړو خواوو له دی سره هم موافقه څرګنده کړه چه د دې پروژې په باب د هند او پاکستان ، هند او ايران، پاکستان او ايران ترمنځ د دوه اړخيزو موضوعاتو له پوره حليدو نه وروسته به د هند، پاکستان او ايران ترمنځ د درو خواوو د اساسی موافقه ليک په باب خبرې اترې پيل شی تر څو په ٢٠٠٦ کال کښی د دی پروژې د أبادی د رسمی پيل کيدو او تر ٢٠١٠ کال پوری د دی پايپ لين د بشپړيدو او د د هغه په وسيله د ګازو د انتقاليدو دپاره ټول خنډونه ليری شی ٠

د ايران ، پاکستان او هند ترمنځ د دی پايپ لين اوږدوالی به دوه زرو شپږ سوو کيلومترو ته ورسيږی او د بودجې له مخی به پکښی څلور مليارډه يو سلو شپيته مليونه امريکايی ډالره واچول شی ٠ د دی پروژې له بشپړيدو نه وروسته به ايران د هغه په وسيله هند ته دوه مليونه اته لکه تڼه مايع ګاز انتقال کړی٠

اوس د هند اقتصاد د چټک انکشاف په حال کښی دی، نو له ايران څخه د ګازو ترلاسه کول به د هند د هغه هدف د ترسره کولو دپاره مهم تضمين وی کوم چه په راتلونکو څو کالو کښی به يی اقتصادی وده په سلو کښی اوو يا اتو ته ورسيږی٠ د ايران ، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د پايپ لين أبادۍ به نه يوازی انرژۍ ته د هند اړتياوې پوره کړی ، بلکه به د هند او پاکستان ترمنځ روابط هم نژدی کړی ٠

پاکستان به هم په راتلونکو څو کالو کښی د انرژۍ د کموالی له مسئلې سره مخامخ شی، که نوموړی پايپ لين جوړ شی، پاکستان به نه يوازی کافی او ارزانه ګاز ترلاسه کړی، بلکه له پاکستان څخه د پايپ لين د تيريدو له امله به هغه هيواد هر کال له هند څخه د اته سوو مليونو امريکايی ډالرو په اندازه پيسی هم ترلاسه کړی او له هند سره په خپلو ديپلوماتيکو چارو کښی به لا ښه ابتکار په لاس کښی ونيسی٠ دغه راز د دی پايپ لين غزيدل به د سيمه ايز ثبات دپاره هم ګټور وی ٠

مګر امريکه تش په نامه په ايران کښی د پټ ذروی پلان د انکشاف په پلمه تل د ايران ، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د پايپ لين له أبادۍ سره ښکاره مخالفت کوی او حتی په غيرمستقيمه توګه يی دا څرګنده کړه چه که هند او پاکستان د پايپ لين د أبادۍ په برخه کښی پر خپل دريځ باندی ټينګار وکړی ، امکان شته چه له اقتصادی بنديز سره به مخامخ شی٠ خو هند هيڅکله امريکې ته ځواب ندی ورکړی٠ د هند د ديپلوماتيکو شخصيتونو په نٍظر ، څرنګه چه اوس د هند او امريکې روابط د ښه کيدو په حال کښی دی، نو پر هند باندی د اقتصادی بنديز د تطبيق امکان نشته او هند به هم امريکې ته سر ټيټ نه کړی ٠ دغه راز پاکستان دا څرګنده کړه چه هغه هيواد به د ملی ګټو له مخی عمل وکړی٠ مخکښی له دی نه پاکستان له ايران سره د نوموړی پايپ لين په باب يادداشت لاسليک کړيدی، که هند ، پاکستان او ايران د طبيعی ګازو د انتقالولو په باب موافقه ليک لاسليک کړی، دا به هرومرو د ايران د يوازی کولو په باب د امريکې پاليسۍ ته سخت ګذار ورکړی ٠

د ګازو د پايپ لين په باب د هند او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو کاميابيدل د دواړو هيوادونو د روابطو د پر له پسی ښه کيدو نښه ده او هرومرو به د دوی ترمنځ د سوله ايز بهير د نوی اوضاع د پراخيدو دپاره ګټور وی٠