<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-15 16:26:37    
د لوګو جهيل

cri

ګرانو اوريدونکو ! چين ته د سفر په نننی پروګرام کی به تاسو ته د ګوانګ شی ولايت د لوګو جهيل په باره کی معلومات وړاندی کړو !

د لوګو جهيل د ګوانګ شی جوانګ قوم د خودمختارې سيمې د نينګ لانګ ولسوالی او د سه چوان ولايت د بيان يوان ولسوالی د غرونو په منځ کی پروت دی چه له نينګ لانګ ولسوالی څخه ٧٣ کيلومتره لری دی او ته به والی چه يوه رنه مرغلره د غرونو په غيږ کی ځای په ځای شويده او په ختيځ کی د لومړی عجايب په نامه بلل کيږی . دلته د خلکو فلکوری رسم او رواج ، ښکلی منظری او عجيبه افسانه يی ګڼ شمير سياحان راجلبوی .

د لوګو جهيل د اوبو سطه د سمندر د اوبو د سطه په نسبت ٢٦٨٠ متره جګوالی لری . او مساحت يی څه دپاسه ٥ لکه مربع کيلومترو ته رسيږی . دغه راز د جهيل منځنی ژوروالی ٤٥ مترو او ترټولو ډير زيات ژروالی يی ٩٣ متروته رسيږی . اوبه يی ډيری پاکی او رنمی ری او د صافو اوبو ډير زياتوالی يی ١٢ متروته رسيږی چه په چين کی تر ټولو نه ډير ژور جهيل بلل کيږی او په نړۍ کی بی ساری جهيل دی چه تراوسه پوری يی د ککړتيا نه ګوښه پاتی شوی دی . بايد وويل شی چه په رڼاورځ کی اسمان او اوبه يو رنګه ښکاری او بی پايه اوبه د خلکو د تعبجب او حيرانتيا سبب ګرځی .

د لوګو د جهيل په شاوخوا کی طبيعی منظری ډيری ښکلی دی . خلک چه شاوخوا وګوری ، ګرد چپيريال غرونه دی . او غرونه وريځو ترشا پټ ښکاريږی . د جهيل په شاو خوا غاړو کی شا ګلنی ميدانونه دسياحانو د لا مبووهلو او تقريح لپاره ښې اسانتياوی برابرې کړی دی . د جهيل په جنوب ختيځ کی د غرونو په دره کی کږيچی لارې پورته او ښکته غزيدلی دی .

او د چينو اوبه يی هم هری خوا ته بهيږی . دغه راز دبرينی غارونه د چينو اوبو ترشا جوړ شوی دی . دونو تر سيوری لانی مسافرين د تفريح او يخنی نه د استفادی لپاره ناست او لوبی کوی . په رښتيا د لوګو جهيل د خلکو د عنعناتو او دود او د ستور او دغه شان د ښکلی طبيعی منظرو څخه ډک ښکاری . همداراز د موسو قوم ښکلی نجلۍ ، لرګی کښتی او د کب نيونکو محلی سندری ويل د جهيل د سيمې دری په زړه پوری عجايب ګڼل کيږی . دغه شان د غرونو په کليو کی د موسو قوم هغه ښکلی نجونی چه رنګه رنګ ښکلی لباس اغوندی . طبيعی ښکلا او ښکلی اندام يی له لری ليدل کيږی .

ښکلی ښکلی نجونی د لرګيو نه د جوړی شوی کښتی چلوونکی دی ، کښتی د رڼو اوبو په څپو کی روان وی . کله چه کښتی د جهيل په منځ کی ودريږی . د موسو قوم نجلۍ په زړه رپيدونکی اواز سندری وايی . سندری د اسمان د پاسه د اوږدی مودې لپاره تاوويږی او د مسافرينو د مستی سبب کيږی .

د لوګو په جهيل کی رڼی اوبه بهيږی ، دلته د ښارونو نه لری پروت دی . طبيعی چپريال د ککړتيا نه ځان ژغورل شويدی نو ځکه اوبه يی ډيری پاکی صافی او رڼی ښکاريږی . داو بورنګ يی د ورځې له خوا څلور ځله بدليږی . مثلا : سهار چه لمر را پورته شی دجهيل اوبه طلايی رنګ لری . وروسته تردی لمرورو ورو پورته کيږی او اوبه يی تګ شين ښکاريږی ، کله چه ملښام لمر په لويديځ کی لويږی ، اوبه يی بيا په ژور شين رنګ بدل شويدی . همدا راز ملی رسم او رواج يی ډير عجيب دی . د موسو قوم خلک چه د لوګو جهيل په غاړه ژوند کوی .

لا تراوسه پوری دمورمشرتوب په ټولنه کی ژوند کوی . د دوی ژبه ،ليک دود ، د توليد او ژوند طرزونه ، عنعنات او د ست دستور د خلکو د توجه وړ دی . چه بشريت کلتور د انکشاف د څيړنو لپاره ښه مثالونه دی ، لنډه دا چه د لوګو جهيل د ګوانګ شی په لويديځ کی ډيره ښکلی منظره ګڼل کيږی .