<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-15 16:30:54    
د سولې دپاره سندره ويل—په نړۍ کی د فاشيزم پر ضد د جګړې د برياليتوب د شپېتمې کاليزې د نمانځنې دپاره لوي هنری نمايش په بېجينګ کی جوړ شو.

cri

 په نړۍ کی د فاشيزم پر ضد د جګړې د برياليتوب د شپېتمې کاليزې د نمانځنې دپاره د جولای په لومړی نيټه د چين د لويې وچې او هانکانګ څخه راغلو د روک ديارلسو نامتو هنری ډلې په بېجينګ کی يو لوی هنری نمايش جوړ کړ چی د سولې دپاره سندره ويل نومېږی. د موسيقی څه دپاسه لسو زرو تنو مينه والو له نوموړی په زړه پوری نمايش څخه خوند واخيست. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسو ته د دې نمايش په هکله څه معلومات وړاندی کړو.

همدا اوس مو د تانګ چاو په نامه د روک بند د تای غره په څوکی باندی د کاج له ونې څخه د زده کړې په نامه سندره واوريدله. په چين کی د جاپانی تېری په ضد د جګړې په هکله دغه سندره، د نوموړی ډلې له خوا د اصلاح کېدو نه وروسته ډيره خوندوره ده.

سږ کال په نړۍ کی د فاشيزم پر ضد د جګړې د برياليتوب شپېتمه کاليزه ده او په چين کی د جاپانی تېری پر ضد د جګړې د برياليتوب شپېتمه کاليزه هم ده. د دې جګړې د يادونې دپاره د ګه هوا په نامه د بېجينګ د نمايشونو د شرکت، د بېجينګ د ماښامنی ورځپاڼې او د بېجينګ د ځوانانو د ورځپاڼې په شمول په بېجينګ څو

مطبوعاتی ذرايعو په ګډه سره دغه نمايش جوړ کړ. د دې نمايش په بهير کی هر هنرمند د خپلې مشهورې سندرې د ويلو نه پرته د جګړې په زمانه کی يوه مروجه سندره هم وويله.

د دې نمايش ډايرکتر او د چين مشهور شاعر ښاغلي جيا دينګ داسی وويل چی د روک موسيقی په وسيله د فاشيزم پر ضد د نړيوالی جګړې او په چين کی له جاپانی تېری کوونکو سره د جګړې په زمانه کی د رامنځته شويو غوره سندرو ويل د نوموړی هنری نمايش يو لوی خاصيت دی. هغه خبريال ته وويل

د دې جګړې د يادونې دپاره پخوانی هنری نمايشونه تل له غمجنې فضا څخه ډک ښکاريدل . مګر په روان هنری نمايش کی مونږ د برياليتوب د تر لاسه کولو له امله خوښی څرګنده کړيده. هغه زياته کړه چی د دې هنری نمايش د جوړېدو بل مقصد دا دی چی د روک له موسيقی څخه په استفادې سره ځوان اوريدونکي را جلب کړو، څو چی دوي د تيريو په ضد د چينايانو له شجاعانه مبازرو سره ښه أشنا شی او له سولې سره نوره هم زياته مينه ولري.

په چين کی د روک موسيقی ډير مشهور سندره غاړي او ډلې هم په دغه هنری نمايش کی ګډون درلود. د نوموړو سندره غاړو په مقابل کی چی اکثريت يی د تېری پېړۍ په شپږمه يا اومه لسيزه کی زېږېدلی دی، که څه هم دوی د جګړې په زمانه کی ژوند نه دی کړي، خو د جګړې په باب دوی خپلې نظريې څرګندې کړې. سندره غاړی ګو چی وويل

نيکمرغه يم چی په سوله ايزه زمانه کی ژوند کوم. هر تن هيله لری چی هېڅ کله جګړه رامنځته نشی. د شپېتو کلونو نه وروسته تاريخ بايد هير نشی او خپل ژوند ته بايد په درنه سترګه وګورو.

دغه هنری نمايش د يوې مشهورې سندرې په ويلو سره پای ته ورسيد. ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واوريد چی عنوان يی و په نړۍ کی د فاشيزم پر ضد د جګړې د برياليتوب د شپېتمې کاليزې د نمانځنې دپاره لوی هنری نمايش په بېجينګ کی جوړ شو.