د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د پاکستان جمهوررييس پرويز مشرف د جولای په ١٥ نيټه په راولپنډی کی د پوليسی افسرانو په ملی غونډه کی له افراطيت او ترهګری سره مخالفت بيا څرګند کړ او د قانون له اجراکوونکو څانګو څخه يی وغوښتل چه د هيواد په ټول چوکاټ کی د افراطيت په ضد په فعاليتونو لاس پوری کړی .
مشرف وويل چه دپاکستان حکومت به په ټينګه سره ترهګران او د تروريستی فعاليتونو جوړونکی وځپی .
هغه په ځانګړی ډول دا خبره تاييده کړه چه د پاکستان حکومت په هيڅ وجه غير قانونی وسله والو سازمانونو ته اجازه نه ورکوی چه په هره پلمه بيا فعاليت وکړی .