<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-16 18:26:02    
پوښتنو ته ځواب

cri

رمز –چين جونګ جانی اوس خو د اوريدونکو پوښتنو ته د ځواب برخه راسيدلی ده، ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی دا پوښتنه وکړيده چه د چين د شينجانګ خود مختاری سيمې او د ويغورې قوم سره علاقه ښودلی ده او دوی غواړی چه په دې برخه کی څه معلومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به د پروګرام په دې برخه کی د چين د شينجانګ خود مختاری سيمې او د ويغورې قوم په باب څه معلومات وړاندی کړو.

جونګ -- شينجيانګ يعنی د چين د ويغوری قوم خودمختاره سيمه ده چه د چين په شمال لويديځ او د أسيا او اروپا د لويې وچې په مرکز کښی واقعی ده ٠ د شينجيانګ مساحت د چين په ټولو ولايتونو او خودمختارو سيمو کښی تر ټولو پراخ دی او څه دپاسه يو مليونو شپږ لکو شپيته زرو مربع کيلومترو ته رسيږی٠ د شينجيانګ شمال او لويديځ په جلا جلا توګه له منګوليا، روسيې، قزاقستان، قرغزستان ، تاجيکستان ، افغانستان ، پاکستان او هند اتو هيوادونو سره ورڅيرمه دی چه د سرحدی کرښې اوږدوالی يی څه دپاسه پنځه زرو څلور سوو کيلومترو ته رسيږی ٠ نو په دی توګه شينجيانګ د چين له ټولو ولايتونو او خودمختارو سيمو څخه يو داسی سيمه ده چه سرحدی کرښه يی تر ټولو اوږده ده او خارج ته ورخلاص شوی مځکنی بندرونه يی تر ټولو زيات دی ٠

شينجيانګ د أسيا په داخلی سيمه کښی پروت دی او پکښی له شمال څخه تر جنوب پوری په وار سره د التای، تيان شيان او کون لون غرونه ولاړ دی او د دغو غرونو په منځ کښی د جونګر او تاليم دوه شيلې موجودې دی٠

په شينجيانګ کښی د چين تر ټولو لوی بری سيند يعنی د تاليم سيند او د خوږو اوبو تر ټولو لوی بری جهيل يعنی د بوستن جهيل شته او د دې سيمې د توروفان شيله له سمندری سطحې نه د لوړوالی له لحاظه د چين تر ټولو ټيټ ځای دی 。 شينجيانګ نمونوی وچه سيمه ده او د هوا د تودوالی او سوړوالی ترمنځ توپير يی ډير سخت ښکاری ، د التای په ناحيه کښی د چين د هوا د حرراتو تر ټولو ټيټ ريکارډ رامنځ ته شو او د توروفان په ناحيه کښی تل د چين د هوا د حرراتو تر ټولو لوړ ريکارډ ساتل کيږی ٠

د چين د صحراوو د عمومی مساحت دوه پر دريمه برخه په شينجيانګ کښی خپريږی او له دې جملې څخه د تاکلاماغان د صحرا مساحت دری لکو ديرشو زرو مربع کيلومترو ته رسيږی چه دا د چين تر ټولو لويه او پراخه صحرا ده او د نړۍ دوهمه لويه ګرځينده صحرا هم ګڼله کيږی٠ د جونګر په شيله کښی د ٌ قربان تونګغوت ٌ صحرا د چين دوهمه لويه صحرا ده چه مساحت يی اته څلويښتو زرو مربع کيلومترو ته رسيږی ٠ د شينجيانګ په صحراوو کښی د نفتو، ګاز او کانی موادو د غنی منابعو زيرمې شته٠ په شينجيانګ کښی د هر تن په حساب د اوبو منابع د چين په لومړی قطار کښی ځای لری ٠

په شينجيانګ کی ويفورې يو ډير قوم دی او اوس د ويغوری قوم نفوس څه ناڅه اووه مليونه دوه لکه څوارلس زره تنه دی چه اکثريت يی د شمال لويديځ چين د شينجيانګ د ويغوری قوم په خودمختاره سيمه کښی اوسيږی ٠ ويغوری قوم خپله ژبه او ليک دود لری چه الفبا يی له عربی ژبې سره مشابه ده ٠ ٌ ويغور ٌ په ويغوری ژبه کښی د يووالی معنه لری٠ د دی قوم خلک ټول مسلمانان دی، اسلامی

مناسک ترسره کوی او د نورو مسلمانانو په شان د لوی او کوچنی اخترونو نمانځنه کوی٠ د ويغوريانو عمده ډوډۍ << نان >> نوميږی چه د افغانستان د ډوډۍ او د پاکستان د روټۍ په شان دی٠ دغه راز دوی پلو، غوښی او کباب هم خوری٠

ګرانو اوريدونکو ، پوښتنو ته د ځواب نننی خپرونې په همدی ځای پای ته ورسيده . ستاسو د نورو ليکونو په تمه او کاميابې او خوشحالې په هيله .