<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-17 18:38:50    
په برونی کی ټکسي موټر نه شته

cri

 په نننی پروګرام کی به تاسو ته د دوو موضوعاتو په هکله معلومات وړاندی کړم چه لومړی د برونی په باب په زړه پوری معلومات او دوهم په اروپا کی د رب النوع دعاکولو لپاره د معبدونو په باب معلومات٠

بروني يو کوچنی او شتمن هېواد دی . خبريال دې هيواد ته د سفر په وخت کي دا احساس درلود لکه په جنت کي چه ژوند کوی ٠ دلته هېڅوک په لوړ اواز خبرې او خندا نه کوی ، د ټولو خلکو د خبرو کولو غږ ډير نرم دی او د دوی پر مخونو باندی تل د مهربانی مسکا ښکاری .

په برونی کی د عامه ترافيک سيستم کمزوری دی او ټکسي موټر هم نه ليدل کيږی٠ ځکه چه په دي هيواد کي هر کور دوه شخصي موټرونه لری ، نو عمومی سرويس يوازي د عامه ترافيک په برخه کی دوهمه درجه رول لوبوی او يو ساعت يو عمومي بس راځی٠ ويل کيږی چه په برونی کی يوازی دېرش يا څلويښت غير رسمي ټکسي موټرونه شته چه موټروانان يی رسمي کار لری او د مسافرينو د وړلو راوړلو کار د دوی فرعي کار دی٠ که څوک ټکسي غواړي ، بايد مخکي سفارش ورکړی او کرايه يی هم ډېره لوړه ده ٠ خبريال د ښار د سيل لپاره د يوه ټکسې موټر څخه دری ساعتونه استفاده وکړه ، بيه يی د څلويښتو امريکايي ډالرو سره برابره وه ٠

بروني په توده سيمه کي واقع دی او ټول کال په باراني او وچ دوو فصلونو ويشل کيږي او باران نژدي په ټول کال کي اوری٠ د خبريال تجربه دا ده چه خلک د بريتانيی په شان بايد هره ورځ له ځانه سره چتری يوسی تر څو په سهار کی د لمر مخه ونيسي او د غرمي نه وروسته يا ماښام د باران څخه د ځان ژغورلو دپاره هم ٠ په برونی کي د سفر په څو ورځو کی نژدی هره ورځ باران اوری٠

د زياترو کسانو په نظر يونان د اروپا د تمدن سرچينه ده ، مګر د هغو يو لړ اکتشافاتو او څيړنو لمخې چه په وروستيو ورځو کی په ختيځه اروپا کی د لرغون پيژندونکو لخوا ترسره شويدي ، د اروپا د تمدن د سرچينې په هکله پخواني نظر به ممکن بدل شی. ځکه چه څه دپاسه يو سلو پنځوس لرغوني معبدونه په جرمنی، اتريش او سلواکيا کی وکيندل شول او تاريخ يی حتی د مصر د اهرامو نه هم اوږد دی .

د بريتانيی د خپلواکۍ په نامه ورځپاڼی د جولای په يولسمه نيټه خبر ور کړ چه نوموړی معبدونه په وروستيو درو کلونو کی تر ځمکی لاندی کشف شوی او د دوی جوړونی وخت د قبل الميلاد نه د څلور زره اته سوم کال څخه تر څلور زره شپه سوم کاله پوری دی . داسی معبدونه ټول د لرګيو او خښتو څخه جوړ شوی دی او په شاوخوا کی يی اوږد ديوالونه پراته دي . په نوموړو معبدونو کی تر ټولو لوی معبد د جرمنی په ختيځ ښار دريسدن کی کشف شوی او په شاوخوا کي دوه دورې ديوالونه او څلور ويالې پرتې دي . داسی معبدونه د يوه مالدار قوم لخوا جوړ شوی چه په کوم دين يي عقيده درلوده . د لرغون پيژندونکو د څېړنې نه وروسته څو عجيبې پديدې کشفې شوې چه لومړی، د هر معبد د په کارولو او ګټی اخيستنی وخت له سلو کلونو نه زيات نه وً . دوهم ،د هر معبد د مرکزي ميدان مساحت ټول يو شان دی چه تقريبا يو پر دريم هکتاره دی. دريم ، که څه هم د معبد په څنګ کي ويالې ډول ډول دې ، خو حجم يي يو شان دی. د لرغون پيژندونکو په نظر دغسي مبعدونه د ديني قاعدې سره سم په ټاکلي وخت کي جوړ شوی دی٠

امکان شته چه نوموړي معبدونه د ډبری په نوي دوره کی د نفوسو د پر له پسی زياتيدو نتيجه وه. مګر د داسي معبدونو د جوړونی نه دوه سوه کاله وروسته ، دغه لرغونی تمدن په عجيبه توګه له منځته لاړ . خو د خوښۍ وړ خبره دا ده چه دغه لوي معبدونه درې زره کاله وروسته بيا په اروپا کی کشف شوی دی.

نوموړی کشف شوی تمدن رسمی نوم نه لری ، مګر دغه کشف د ټولو اروپايانو لپاره د تعجب وړ ګرزيدلی دی . د مثال په توګه د نوموړو معبدونو د جوړيدو په وخت کي انګريزيانو تازه په کرنه پيل کړی وً .