<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-17 18:49:57    
د اولسی جرګې په عمومی غونډه کی يوه بيانيه (٢)

cri

که فرضا د خلق جريده ، قانونا څه مسؤليت ونه لری او حکومت هم په همدغه وجه تراوسه پوری څه اقدام نه وی کړی نوپه شورا کی دغه موضوع طرح کول ، داسی معلوميږی چه حکومت د ديموکراسی او د فکر وبيان د ازادی په باب وسيع نظر او پراخه حوصله لری ، مګر شورا يی مجبوروی چه له ديموکراسی نه خلاف اقدامات وکړی او د ازادو جرايدو مخه ونيسی .

ښايی ځينی کسان داسی هم ووايی چه حکومت غواړی شورا د لاس پاکی په حيث استعمال کړی او ځانته يوه داسی بهانه پيدا کړی چه هغه د دوی په ګټه وی . زه د يوه وکيل په حيث ، دغه راز انعکاسات ، د شورا د حيثيت او شان لپاره نامناسب ګڼم او وظيفتا ځان مکلف ګڼم چه دغه ټکی مجلس ته عرض کړم .

زه د حکومت د شان او حيثيت ساتلو دپاره هم دا لازمه ګڼم چه په ډير شجاعت او شهامت خپل وظايف پخپله بی له هيڅ انديښنې او تشويش څخه ، په زغرده اجرا کړی او چا ته د دغسی خبرو موقع ورنه کړی .

که چيری حکومت له خپل قانونی صلاحيت نه کار واخلی او په جنټل مينانه صورت له قانون سره سم اجراات وکړی شورا يی په تمام قوت شاته ولاړه ده او مرسته يی کوی . مګر په داسی ډول نه ، چه خلق دا ګمان وکړی چه شورا د حکومت په اشاره د يوې الی په ډول استعماليږی .

زه په ډير صراحت وايم چه زه د اساسی قانون په ټولو ارزشونو ، کامل اعتقاد لرم او هر هغه حرکت ته په کرکه ګورم چه له اساسی قانون سره حقيقتا تصادم کوی . حکومت بايد په دغسی مواردو کی خپله وظيفه په ايمانداری اجرا کړی او ديته ونه ګوری چه د دوی وظيفې بل څوک اجرا کړی . يعنی څنګه چه په ځينو نورو مسايلو کی حکومت شورا ته دا حق نه ورکوی چه دحکومت په کارو کی مداخله وکړی ، په دې موضوع کی هم بايد همدغه رويه تعقيب کړی او له بوسو لاندی اوبه تيرې نه کړی .

زه دخلسق د جريدې ، يا د هغې د کارکوونکو د حمايت او طرفدارۍ لپاره دا خبره نه کوم او نه له غوی سره په دغه کار کی کومه رابطه او علاقه لرم . بلکه د يوه اصل او پرنسيب له احاظه وايم چه په دغې جريدې باندی د خلاف قانون حکم کول يا يی محکمې ته دوړاندی کولو سفارش د اولسی جرګې کار نه دی . مونږ بايد هغه کار ونکړو چه قانونا په حکومت او قانونی محکمی پوری تعلق لری .

زه يوازی په دغه مورد کی ا نه وايم چه مونږ بايد د حکومت په وظايفو کی له مداخلې نه ځان وساتو ، بلکه هر کله چه په اولسی جرګه کی کومه داسی موصوع له بحث لاندی راغلی چه د حکومت په وظايفو کی مداخله معلوميده ، ما خپل مخالفت څرګند کړی او د قواوو تفکيک او استقلال ته می هر وخت په احترام کتلی دی ، زه دخپلې دغې ادعا په صدق مطمين يم او دچا له هيڅ راز تا ويل او تعبير څخه انديښنه نه لرم . زه په ځان دا باور لرم چه د اساسی قانون په مقتضياتو د اولسی جرګې حيثيت او شان د ساتلو دپاره خپله دغه نظريه وړاندی کوم ، نه دکوم شخص يا د کومې جريدې د طرفدارۍ لپاره .

په اخره کی بيا وايم : دا زمونږ کار نه دی . مونږ بايد د حکومت وکيلان شوو او دمحکمې په وظيفه کی مداخله ونه کړو !