<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-18 17:42:27    
په بيجينګ کښی د جونګوانڅون د علمی ،تخنيکی او اقتصادی موسسو او تصديو په اړه د فن تای صنعتی او تجارتی پارک د چټک انکشاف په حال کښی دی

cri

چين يو پرمختيايی هيواد دی او د چټکی ودی او انکشاف په لوری ګامونه اوچتوی .په څانګړی توګه کله چه څه نا څه دوه نيمی لسيزی دمخه په چين کی دورخلاصون پاليسۍ عملی شوه او دبهرنی نړۍ پر مخ يی اقتصادی ، تجارتی او د توريزم دروازی پرانيستلی شوی، نو دغی اقتصادی ودی لا هم چټکتيا وموندله او په ټولو سياسی اقتصادی او ټولنيزو برخو کښی يی دليدو وړ پرمختګ تر لاسه کړ .

دچين د اقتصادی . سوداګری او ټولنيزو پرمختياو سره دپيژندګلوی په خاطر په بيجينګ کښی د جوانګوانڅون دعلمی ،تخنيکی او اقتصادی موسسو او تصديو د صنعتنی او تجارتی پارک مسولينو په دی وروستيو ورځو کښی د چين د بين المللی راډيو بهرنيو کارکوونکو او کار پوهانو ته بلنه ورکړی وه ، ترڅو دنوموړی سيمی داړوندو موسسو او تصديو کار او فعاليت په خپلو سترګو ووينی او اقتصادی ودی او ټولنيزو خدمتونو سره يی بلدتيا حاصله کړی .په همدی لړ کښی زمونږ بلل شوی ډله د جونګواڅون د علمی ، تخنيکی او اقتصادی موسسو او تصديو د ستر مرکز د فنګ تای ايون د موسسو او تصديو د مرکز تالار ته ورغلل او د ښه راغلاست د ويلو نه وروسته د نوموړی سيمی يو تن مسول ددی سيمی د تصديو او موسسو د کار ، فعاليت او خدماتو د څرنګوالی په ترڅ کښی وويل دا سيمه تر ټولو نه ښه اقتصادی

او او تجارتی سيمه ده او دهيواد په اقتصادی وده کښی يی د ليدو وړ

برياليتوبونه تر لاسه کړی او په دی لاره کښی يی ارزښتناک رول لوبولی دی .

د بيجينګ د ښاروالی په منظورۍ ددی سيمی بنسټ په ١٩٩١ کال کښی کيښودل شو او په ١٩٩٤ کال کښی يی دعلمی او تخنيکی مرکز په توګه په کار پيل وکړ او په پر له پسی توګه د پراخوالی او انکشاف په حال کښی ده .

دفنګ تای يوان سيمه په پنځه برخو ويشل شوی او جونګواڅون عمومی صنعتی پارک په اوو مرکزونو ويشل شوی دی ، عمومی مساحت يی پنځه مربع کيلو متره او پکښی شپږ سوه شپږ څلويښيت علمی مرکزونه ، تصوۍ او موسسی کار او فعاليت کوی .. دنوموړو مرکزونو په جمله کښی د فونګ تای علمی او تخنيکی پارک دعصری تخنيکونو او د تصديو مهم ځای بلل کيږی چه ټول مساحت يی د ٢٢٠٠٠٠ مربع مترو ته رسيږی او کلنی عايدات يی ديارلس مليارډو ژن مين بی يونو ته رسيږی .

په دی پارک کښی يی اتلس ودانی شته او څه د پاسه زر تصدۍ پکښی په علمی ، تخنيکي او اقتصادی چارو بوختی دی .

د فونګ تای يوان د سيمی په صنعتی او تخنيکی پارک کښی د ښوونی روزنی

پرمختللی مرکز هم فعاليت کوی چه هر کال دنړی د پرمختيايی هيوادونو ډير شمير ماهران د علمی او تخنيکی پوهی دلوړتيا او د موسسو او د تصديو د فعاليت د څرنګوالی علی او تخنيکی ميتودونه زده کوی او وروسته بيا د ماهرو او روزل شويو کارکوونکو په توګه په خپلو اړوندو هيوادونو کښی په علمی اوتخنيکی چارو ګمارل کيږی

د فونګ تای يوان د روزنی او د تريننګ مرکز په عمومی توګه د تصديو د

جوړولو او تدارکاتو ،لابراتوارونو او د هغو د استعمال د ډولونه ، د پانګی اچونی او د پانګی د ويش معلومات او انفارميشين او د محاسب روزل او د محاسبی چاری ، خدماتی او نوروبرخو کښی د ماهرانو روزل دی .چه د مختلفو هيوادونو سره د متقابلو اړيکو پر اساس دی مرکز ته استول کيږی .

همدا شان د فونګ تای ايوان په صنعتی او تخنيکی پارک کښی دالکترونيکی توليداتو ، دارو درملو، د چاپيريال ساتنی د دستکاو او وسايلو د توليد او د ککړو اوبو دتصفيه کولو دستګاو په شمول د ډيزاين او نقشی ايستلو علمی کمپيوټری مرکزونه فعاليت کوی چه خدمات يی نه يوازی دننه په چين کښی بلکی د نړۍ د نورو پرمختيايی هيوادونو دپاره هم عرضه کيږی .