<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-18 18:07:02    
د چينی عنعنوی طبی درمل د ايدز د ناروغی د علاج په بهير کی چانګړی رول لوبوی

cri

د ايدز ناروغی د ګردی کری په وړاندی د عامه روغتيا يو ستر مسئله ګڼل کيږی .که څه هم د ٢٠ کلونو نه راهيسی بشريت د ايدز د ناروغی د علاج په برخه کی زياتی تجربی تر لاسه کړی .مګر لا تر اوسه پوری دغه ناروغی په موثره توګه علاج نه کيږی .په نړۍ کی ٢٣ مليونه تنه د نوموړی ناروغی له امله مړه شول .

په زياتو هيوادونو کی طبی پوهان او اړوندو عالمان اوس په دی کوشش کوی چی دغه ناروغی تر موثر علاج لاندی راشی .په دی هکله د چين د عنعنوی طبی درمل د ايدز د ناروغی د علاج په بهير کی څخه رول لری ؟په نننی پروګرام کی مونږ به په دی باب څه معلومات تاسو ته وړاندی کړو.

د تيری پيړۍ په اتمه لسيزه کی د ايدز ناروغی د افريقی په لويه وچه کی مراوجه شوی ده .د هغه وخت له پيل نه چينی عنعنوی درمل د ايدز دناروغی د علاج په بهير کی ځانګړی رول لوبولی دی .

د معلوماتو له مخی د ١٨ کلونو نه راهيسی د چين طبی پوهانو د افريقی په تنزانيا کی د چينی د طبی بوټو د درملونو څخه په استفادی سره نژدی لس زره تنه د ايدز ناروغان علاج کړل چی په سلو کی له ٤٠ نه تر ٥٢ پوری د علاج موثريت يی تر لاسه کړی او په هغو ناروغانو کی چی د ١٩٩٠ کال نه مخکی تر علاج لاندی و په سلو کی لس برخه يی لاهم تر اوسه پوری ژوند دی .له دی امله چی په وروسيتو کلونو کی د ايدز ناروغی په چين کی خپره شوی ده ،نو د چينی طبی عنعنوی درملونو په واسطه د ايدز ناروغی د تداوی او ازمايښتی کار ٢٠٠٤ کال کی پيل شوی دی او په دی بهير کی د ١١ ولايتونو او ښارونو ٧ زرو تنو ناروغانو نوموړی علاج منلی دی .د چين د منځنی سيمی د هه نان ولايت په نوموړو ولايتون کی شامل و .د دی کار مسئول شو لی ران وويل چی (اواز.....)

د هه نان په ولايت کی د هغو ناروغانو شمير چی دچينی عنعنوی طبی درملونو علاج يی منلی دی يو زرو اووه سوو دوه نوی تنو ته رسيدلی دی او نوموړی علاج منوونکی ناروغان عمومی کسان دی چی د ميکروب ويروس په ضد عنعنوی علاچ ور سره مطابقت نه درلود او د ويروس په ضد د علاج نه وروسته ور باندی منفی اغيزه را اچول شوی ده .

د چينی طبی درملونو په واسطه د ايدز ناروغی علاج د لويديځی طبی علاج سره اساس توپير لری .د لويديځی طبی علاج له مخی د ايدز نارغی د ميکروب د وژلو او د ميکروب د شمير د ټيټولو له لاری تر سره شی .مګرد چينی طبی علاج سره سم د ايدز د ناروغانو د بدن د بيلا بيلو جهازونو د لياقتد هماهنګولو له لاری د ميکروب سره مقاومت په هکله د ناروغانو لياقت پياوړی کوی. پر دی اساس باندی بيا به د بيلا بيلو شکلونو د لارو چارو په استفادی سره د ايدز د ناروغانو عمونه کم کړی .چينی طبی عنعنوی درمل د علاج له لاری د ناوغانو د ژوند کيفيت په ښکاره توګه اوچتيدای شی .ښاغلی لی فا چی چی د هه نان دوايت يو نامتو سبقه دار چينی طبی يوه دی او په چينی طبی عنعنوی درملو په واسطه د ايدز د علاج په بهير کی يی ګډون کړی او کوی. هغه خبريال ته وويل چی (اواز.....)لومړی په کلی کی د نوموړو ناروغانو د علاج په وخت کی ددوی د ناروغی حالات سخت و خو د علاج نه وروسته د ناروغی عمونه يی کم شوی دی او دوی په دی نسبت خوښی څرګنده کړی ده .له دی نه علاوه د چينی عنعنوی طبی درملونو دعلاج له لاری د زهر ناوره اغيزه هم په ښکاره توګه کمه شوی ده .که څه هم چينی عنعنوی درمل د ايدز د ناروغی د علاج په برخه کی ځانګړی تفوق لری مګر ځينی مسئله هم پکی شته .

د چينی طبی عنعنوی درمل د ځانګړی غوره والی د پراخوالو او د لازياتو ناروغانو د غمونو د کمولو دپاره اوس چين د اړوندو مسئلو په چيړنو کی لاس پوری کوی .د چينی عنعنوی طبی درمل د دولتی اداری مسئول ښاغلی يوانګ لونګ هوی دی ته اشاره وکړه چی (اواز......)مونږ به په دوو برخو کی د چينی طبی عنعنوی درملو په علمی چيړنوو کی لاس پوری کړو او د نوموړو درملو د مراوجولو دپاره پوره زمينه برابره کړو.

ګرانو اوريدونکو .زمونږ پروګرام پای ته ورسيد.خوشحاله اوسی.