

د اړوندې علمي څيړنې له مخې د کب غوښه د نورو غوښو په نسبت د انسان د روغتيا له پاره زياته ګټه لري ٠ د امريکې په يوه تحقيقتي راپور کې ويل شوي چه په امريکه کې د هغو کسانو شمير چه د وينې د فشار او د زړه په ناروغيو کې اخته شوي د جاپانيانو په نسبت ډير زيات دي ، يو مهم علت يي دا دي چه جاپانيان د کبانو د خوړلو عادت لري ٠ په چين کې ډير خلک هم د ماهي د خوړلو عادت لري او د کب د جوړولو طريقې هم بيلا بيلي دي ٠ مثلأ په شمالي چين کې د کب د خوراک جوړنه عمومأ په دي ډول ده چه لومړي کب په تاودو غوړي کې کيږدي چه دوه مخونه يي ژيړ رن ګ شي ، بيا بيلا بيل مسلې لکه ادرک ، پياز ،اوږه او داسي نور ور سره يو ځاي په ديګ پخوي او د پنځلس يا شل دقيقو د پخولو نه وروسته بيا تيار شو چه دغه ډول خوراک ته د سور رنګ کب وايي ٠ خو په جنوبي او ختيځ چين کې له دي امله چه له سندونو او سمندر سره نژدي دي ، نو د کب د جوړولو طريقې نسبت ډيرې زياتي دي ٠ لکه د کب پره، د سري شوي کب ، خوږ او تريو کب او داسي نور ٠ د خوږ او تريو کب يو ډول ډير خوندور خوراک دي د دغه خوراک د جوړولو له پاره لومړي يو برابر کب چه لږي لشې ولري ، لس ګرامه بوره ، برابره سرکه ، سل ګرامه نشاستوي مواد ، لږ څه سرکه ،ادرک، پياز، اوږه ، مالګه او نيم کيلو غوړي تيار کړۍ٠ بيا کب پاک ومينځي او پلاک يي ليري کړۍ ٠ وروسته په يو ديګ کې برابره غوړي واچوي او ديګ د اور د پاسه کيږدۍ، کله چه غوړي سري شي ، نوموړي کب په کې واچوي څواو اور لږ څه نرم کړۍ کب چه دوه مخونه ژيړ رنګ شي ، له غوړي څخه راوباسي ٠ ور پسي په يو بل ديګ کې لږ څه غوړي واچوي چه غوړي سري شي ، ادرک ، پياز او اوږه چه ميده ميده شوي وو ، پکې واچوي چه ژړ رنګ او خوش بوي پيدا شي ، بيا لږ شان اوبه ، برابره مالګه ، بوره او سرکه پکې واچوي چه ښوروا جوش شي ، نوموړي کب واچوي او د لس دقيقو له پاره جوش کړي ، کب چه پوخ شي ، نشاستوي مواد پکې واچوي او ويي لړۍ څو چه نونوړي ښوروا لږ څه ټينګه شي ٠ نو دغه خوارک تيار شو ٠