<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-19 20:26:24    
د افغانستان په تاريخ کی لومړنی ښځينه والی

cri

د روان کال د مارچ په لومړنيو ورځو کی ميرمن حبيبه سرابی د باميانو د والی په حيث مقرره شوی ده . له دی امله چه نوموړی د افغانستان په تاريخ کی لومړنی ښځينه والی ده ، نو د نړيوالو د ډيری توجې وړ ګرځيدلی ده . د هغی د رسمی دندې په پيل کی هغه له دوو پيښو سره مخامخ شوه چه يو يی دا وه چه د باميانو د پخوانی والی پلويان د هغی پر مقررۍ باندی د احتجاج لپاره واټ ته راووتل . بله يی دا وه چه د قبايلو مشران د هغی کور ته ورغلل او ورته يی مبارکی وويله . اوس حال څنګ دی ؟ د جون د مياشتی په يوه ورځ ميرمن حبيبه سرابی د بلنی په اثر په کابل کی د چين د سين هوا اژانس د نمايندګۍ ميلمه شوه او له خبريالانو سره يی مرکه وکړه .

د افغانستان د هيواد د لومړنی ښځينه والی په توګه ميرمن صرابی په دی اعتراف وکړ چه د خپل ماموريت په لومړنيو وختونو کی له ډيرو زياتو فشارونو او مشکلاتو سره مخامخه وه . خو هغی وويل ، زما لپاره بختوره خبره خو دا ده چه د رسمی کار د پيل نه راوروسته هم د باميانو په ولايت او هم د هيواد په نورو ځايونو کی زما پلويان ورځ په ورځ زياتيږی ، او په دی وجه پر ځان باندی زما باور هم پياوړی شوی دی . د پلويانو په جمله کی می زياتره برخه ښځی دي . دوی زما له تجربو څخه په دی پوه شوی چه ښځی داسی حق او توان لری چه د نارينه ؤ په شان په مساوی توګه په اجتماعی چارو کی برخه واخلی او خپل ټولنيز مقام وګټی .

ميرمن حبيبه سرابی هم نازولی خوی او هم کلک طبيعت لری . د هغی کور په

کابل کی دی ، خو له هغه وخته راهيسی چه د تير مارچ په مياشت کی د باميانو د والی په توګه مقرره شويده ، هغه هميشه په کار بوخته ده ، نو ډير لږ وخت کيږی چه د کابل کور ته بيرته راشی . ميرمن سرابی دری اولادونه لری چه دوه زامن يی اوس د ميړه په پاملرنه اوساتنه په کابل کی درس لولی او لور يی په هند کی زده کړه کوی .

ميرمن صرابی په يوه شتمنه کورنی کی زيږيدلی او د کابل د پوهنتون د فارميسی له پوهنځی نه د فارغيدو نه وروسته يی په وار سره د لابراتواری تکنيسين او ښوونکی په توګه کار وکړ . په ١٩٩٦ کال کی د طالبانو لخوا د هيواد د سياسی قدرت په لاس نيولو نه وروسته د افراطينو له ځپنی او ځورونی څخه د ځان د ژغورلو لپاره هغه د مجبوريت له مخی خپل ميړه په کابل کی پريښود او يوازی د خپلو اولادونو سره يوځای يی په پاکستان کی جلاوطنی ژوند تيراوه .

هغی خبريال ته وويل ، په پاکستان کی که څه هم پرته له ميړه څخه می ژوند له ستونزو سره مخامخ ؤ ، خو زما لپاره ډيره خوږمنه خبره دا وه چه زمونږ زياتی افغانی خويندی د طالبانو د رژيم تر وحشيانه تسلط لاندی پاتی شوی وی . نو په دی وجه په پاکستان کی د پناه وړونکی ژوند په موده کی ما له خپل کار څخه هم لاس وا نه خيست . په هغه وخت کی په پاکستان کی زيات شمير افغان مهاجرين اوسيدل . زه له خپلو ملګرو سره يو ځای بيلا بيلو پناه وړونکو کمپونو ته ولاړم او هلته مو ښوونکی دی ته تشويق کړل چه هلکانو او نجونو ته درس ورکړی . خو له دی امله چه دغه عمل د طالبانو د پاليسی په خلاف و ، نو که چيری هغوی زمونږ پر دغو فعاليتونو پوه شوی ؤ ، نو ، مونږ به له سختو سزاؤ سره مخامخ شوی ؤ . مګر لا هم مو ډيره خوښی احساسوله چه د هماغه وخت تر مشکلو او ګرانو شرايطو لاندی مو د خپلو هلو ځلو له لاری زياتو کوچنيانو په تيره بيا نجونو ته د زده کړې فرصتونه برابر کړل .

په پاکستان کی د جلاوطن ژوند په وخت کی ميرمن سرابی د ښځو د حقوقو او ګټو د ساتلو په باب په تبليغاتی فعاليتونو پيل وکړ ، وروسته هغی په تدريجی توګه په ټولنه کی پوره نفوذ ترلاسه کړ او يوه فعاله شخصيت وګرځيدله. د طالبانو د رژيم د نسکوريدو نه وروسته سرابی خپل ګران وطن ته راستنه شوه او په مداومه توګه د ښځو د حقوقو او ګټو د ګټلو په هڅه کی ده . د ٢٠٠٢ کال د جون په مياشت کی ميرمن حبيبه سرابی د ښاغلی حامد کرزی لخوا چه په هماغه وخت کی د انتقالی دولت رييس ؤ ، د حکومت د ښځو د چارو د وزيری په حيث مقرره شوه .

سرابی وويل ، که څه هم هغه ماده چه ښځی د نارينه ؤ په څير مساوی حق لری ، د افغانستان په اساسی قانون کی ليکل شوی ، خو په واقعی ژوندانه کی د ښځو د تحقيرولو پيښی ډيری زياتی ليدلی کيږی . زما په نظر ، د افغانستان د ښځو د مقام د لوړتيا لپاره ترهرڅه لومړی بايد دوی ته د تعليم ورکولو حق تامين شی . يوازی په دی اساس به ښځی د محافظ کارو افکارو له محدوديت څخه ځان أزاد او وژغوری او خپل حتمی حقوق به وساتی . دوهم ښځی بايد له زياتو او درندو کورنيو کارونو څخه خلاصی کړی شی ترڅو دوی په سياسی او اجتماعی ژوند وپوهيږی او پکی برخه واخلی . ددی موضوع د يادونی په ترڅ کی ميرمن سرابی په مسکا سره وويل چه زه په کور کی په کورنی چارو هم مصروفه يمه ، ميړه می راسره هم مرسته کوی . اوس زما په اوږه د اجتماعی چارو بار دروند دی ، کورنی غړی می له ما سره ډيره زياته مرسته کوی او زه له دوی نه ډيره ډيره مننه کوم .