<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-20 18:07:27    
له مينې نه ډکه مرسته

cri

يوو لس کلنه نجلۍ لي سين د چين د حه بي ولايت د فونګ نين ولسولي په يوه کوچيني علاقه دارۍ کې زيږيدلې ده ، خو له بدمرغه د شپږو مياشتو په وخت کې يي د زړه په سختې ناروغۍ اخته شوه ، ډاکتر د لي سين پلار ته وويل چه د نجلۍ لي سين زړه په خلقتي تقص پوري اړه لري ، خو دغه ناروغۍ علاج کيږي ، او ښه به دا وي چه د هغې د عمر د شپږ کالو نه د مخه اړوند جراحي عمليات ترسره شي ، که و نه شي ، بايد د ځواني کيدو نه د مخه نوموړي عمليات ترسره شي ٠ که څه هم د ډاکتر خبرو د لي سين پلار ته اميد پيدا کړ ، مګر له دي امله چه د نوموړي جراحي عمليات له پاره د شپيتو زرو ژن مين بي يوانو مصارف په کار ؤ ، نو د لي سين پلار بيا په نا اميدۍ کې ډوب شو ، ځکه د نوموړو پيسو راغونډول د دوي د کورنې له پاره ډير مشکل کار دي ، د لي سين کور ډيرې اقتصادي ستونزې لري ٠ د خپل لور د ناروغۍ د علاج له پاره د لي سين پلارمجبور و چه د پيسې د راغونډولو له پاره بهر ته لاړ ، خو بد مرغه د لي سين پلار تر زياتو فشارونو لاندې د سږې په سختې نارغۍ اخته شو چه په نتيجه کې د نجلۍ لي سين د ناروغۍ اړوند علاج مجبورأ بند شو ٠ له دي نه وروسته نجلۍ لي سين د څو کالو له پاره په کور کې پاتي شوه ٠ نجلۍ لي سين په دي نسبت تل په عمونو کې ډوبه وه ٠

د ٢٠٠٥ کال په سر کې يوه ورځ نجلۍ لي سين د خپل کور په دروازه کې له څو تنو محصلينو سره مخامخ شوه ٠ نوموړو محصلينو د بيجينګ پوهنتون د مرستو ورکوونکي ټولنې غړي ؤ چه دوي په خاص ډول د بي وزلو ماشومانو د پلټنې له پاره د حه بي ولايت د فونګ نين ولسوالي ته راغلي دي ٠ د دوي د پلټنې مقصد دا ؤ چه هغو غريبو ماشومانو ته چه مرستې ته اړتيا لري ، مرستې برابرې شي ٠ د نوموړي ټولنې غړي محصلې لين يي جنګ له نورو ملګرو سره د نجلۍ لي سين څخه د اړوندو معلوماتو د تر لاسه کولو نه وروسته اړوند معلومات نوموړي ټولنې ته ورکړل ٠ په دي هکله نوموړي ټولنې فيصله وکړه چه د پيسو په راټولولو سره د نجلۍ لي سين د جراحي عملياتو د ترسره کولو له پاره ور ته مرستې برابري کړي ٠ د ټولنې غړي لين يي چنګ او نور غړو سم د لاسه د پيسو په راټولولو پيل وکړ ٠ کله چه نجلۍ لي سين نوموړي خبر واوريد ډيره خوشحاله شوه او دوي ته يي يو ليک وليک او په هغه کې يي ليکلي ؤ چه زه ډيره هيلمنه يمه چه صحت مي روغ او جوړ شي او د نورو کوچينيو دوستانو سره يو ځاي درس و لولو او لوبي وکړو٠ خو زه خبره يم چه زما پلار پيسي نه لري ٠ نوموړو محصلينو د نجلۍ لي سين د دغه ليک د لوستلو نه وروسته ډير متاثره شول او ټينګ عزم يي وکړ چه بايد په کوشش سره دغه نجلۍ ته مرستې برابرې کړي ٠ دوي له يوې خوا د رخصتيو څخه په استفادي سره په کارونو کې وګمارل شوي ترڅو زياتي پيسي تر لاسه کړي ، له بلې خوا يي په پوهنتون کې د پيسو د راټولولو فعاليت جوړ کړ ٠ د دوي د دوو هفتو د کوششونو له لارې شپيته زره ژن مين بي يوانه راټول شول ٠ د ٢٠٠٥ کال د اپريل په اتمه نيټه د نجلۍ لي سين د زړه د جراحي عملياتو له پاره پيسې پوره شوې او روغتون ته يي ورکړې شوي دي ٠ همداشان لي سين په رسمي توګه په روغتون کې ومنله شوه او سم د لاسه تر عملياتو لاندې راغله ٠ نوموړي عمليات د څلورو ساعتو نه وروسته تر سره شول ٠ کله چه ډاکتر اعلان وکړ چه د نجلۍ لي سين د زړه عمليات په بريالي توګه تر سره شوي ، د هغې پلار او مور تودې اوښکې و تويولې ٠ د لي سين پلان وويل چه بي د بيجينګ پوهنتون د محصلينو او د ټولنې د ډيرو خلکو له مرستو نه ، زما د لور روعتيا هم نه تر لاسه کړې ده ٠ نجلۍ لي سين چه د يوولسو کالو له پاره يي د ناروغيو غمونه يي زغملي ؤ ، اوس د ژر جوړيدو په حال کې ده ٠ ډاکتر وويل چه لږه موده وروسته به د لي سين هغه ارزو تر سره شي چه د نورو روغ او جوړو زده کونکو په شان به په خوشحالي سره ژوند او لوبې وکړي ٠