د سين هوااژانس د خبر له مخی : د المان د ملی دفاع وزير پيتير ستروک د جولای په شلمه نيټه خبريال ته وويل چه هغه د دې ملاتړ کوی چه تر ٢٠٠٧ کال پوری په افغانستان کی د المان د سوله ساتونکی فوځ د عملياتو قلمرو د مرحلی په ويشلو سره د مرکز کابل او د افغانستان د شمالی سيمو څخه د ټول هيواد مختلفو سيمو ته پراخ شي ٠
هغه وويل چه يوازی په دی شرط چه د المان د سوله ساتونکی فوځ د عملياتو قلمرو پراخ شي ، په افغانستان کی به د مختلفو سيمو د بيا رغاونی د ډلو د ليږدولو پلان په پوره توګه عملی شي چه د ناتو بلاک لخوا طرح شويدی ، دوی د ضرورت په وخت کی افغانستان ته مرسته برابرولی شي ٠