د سين هوااژانس د خبر له مخی : د پاکستان د داخلی چارو وزير افتاب احمد خان شيرپاو د جولای په شلمه نيټه خبريال ته وويل چه د پاکستان پولسيو په هغو عملياتو کی دوه سوه تنه افراطی عناصر نيولی دی کوم چه د جولای په ١٩مه نيټه ماښام پيل شوی ٠
هغه وويل چه د پاکستان د جمهوررئيس پرويز مشرف د هدايت سره سم د پاکستان پوليسو د جولای په ١٩مه نيټه ماښام په خپل هيواد کی د افراطکاری د له منځه وړلو په خاطر عمليات پيل کړل او مقصد ئی د بدل شويو افراطی وسله والو ډلو او هغو جوماتونو او دينی مدرستو ړنګول دي چه دينی کرک او نفرت تحريکوی٠
نوموړی وزير وويل چه نيول شويو افراطی عناصرو په اساسی توګه په تروريستی اعملو کی برخه اخيستی وه ، خو هغه دا خبره رده کړه چه نيول شوی کسان د لندن د چاودنو سره اړيکی لری ٠