د سين هوا اژانس خبريال د افغانستان د مطبوعاتی ذرايعو د جولای د ٢١ نيټې د خبر له مخی وويل ، وسله والو طالبانو د جولای په ١٧نيټه د اورزګان په ولايت کی ١٥ تنه هغه افغانان وژلی دی کوم چه د امريکايی فوځ لخوا استخدام شوی ؤ .
خبر وايی چه د نوموړو وژل شويو کسانو په جمله کی ١٣ تنه هزاره شامل ؤ .
د هزاره قبيلی مشر په دی هکله د طالبانو د سختی غندنی په عين وخت کی له دی امله پر حکومت باندی هم سخت انتقاد وکړ چه د بی ګناؤ اوسيدونکو د حمايت توان نه لری . دغه راز يی په اخطار سره وويل چه که حکومت اود نړيوال ايتلاف ځواکونه د تدبيرونو په نيولو سره طالبان ونه ځپی ، نو دوی به بيا وسلی واخلی او د طالبانو په ضدله انتقامی عملياتو څخه کار واخلی .