پهلوانی او غيږ نيونه
غيږ نيونه د ميلاد د مخه په ٧٠٨ کال کی د لرغونی زمانی د اولمپيک په ١٨ م سپورتی لوبی کی د سيالی د رسمی لوبی په توګه شامله شوه . په لرغونی يونان کی خلکو له نوموړی لوبی سره ډيره مينه او علاقه درلوده او په دی لوبه کی د ګډون کوونکو شمير هم ډير زيات ؤ . د لرغونی زمانی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د غيږ نيونۍ سيالی د بدنی وزن سره سم سر ته نه رسيدی ، نو په دی وجه په سياليو کی ډير تکړه ورزشکاران به عمومأ په زورمندو پهلوانانو پوری اړه درلوده . د پهلوانی نننی لوبه د لرغونی زمانی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د غيږ نيوۍ د مسابقی ادامه ده .
د پنځه ګونو لوبو پوره مهارت
د ميلاد د مخه په ٧٠٨ کال کی د اولمپيک د ١٨می دوری په سپورتی لوبو کی د پنځه ګونو لوبو پوره مهارت په رسميت سره د سيالی له پروګرامونو څخه وشميرل شو ، . دغه لوبی د ځغاستی ، ليری ټوپ ، د ډسک د غورځولو ، د نيزی د غورځولو او غيږنيونی څخه عبارت وی او د لرغونی زمانی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د ډيری نندارې وړ ورزشی لوبی ګڼل کيدلی . دغه راز په نوموړی مهمه لوبو کی د يونان ډير غوره او بشپړ مهارت لرونکی لوبغاړی هم رامنځ ته شول .
*بوکس يا د سوک وهلو لوبی
د لرغونی زمانی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د بوکس يا د سوک وهلو لوبی هم دسيالی د شکلونو او هم د سيالی د قاعدو يا د سيالی په ترڅ کی د استعمال شويو محافظه کارانه وسايلو په برخو کی د بوکس له نننی لوبی سره توپير لری .د لرغونی زمانی د بوکس يا د سوک وهلو په لوبه کی د بری موندلو عمده عوامل د ورزشکارانو په ښه صحت او د زيار او کوښښ په سرسختی روحيی پوری اړه درلوده . د سيالی په بهير کی د هر چا چه بدنی وزن يی دروند يا سپک و ، کولای شول چه پکی برخه واخلی . نو په دی توګه د لوبغاړو بدنی وزن په نوموړی لوبه کی د بری موندلو لپاره ډير ارزښت درلود .