

په ١٤٠٥ کال کی د چين مشهور سمندری سياح جن هه د چين د امپراطور په سپارښتنه د دوو سوو لويو بېړيو او اوه ويشتو زرو تنو عسکرو په مشرۍ د چين د جنوب ختيځې برخې د جيانګ سو ولايت له تای څانګ څخه لويديځ ته د اوو ځلو په سمندری سفر پيل وکړ او په اته ويشتو کلونو کی د ده لويه بحريه څه دپاسه ديرشو افريقايی او اسيايی هېوادونو او سيمو ته ورسيدله . په دي موقع کي چه سږ کال لويديځ ته د جن هه د سمندری سفرونو د شپږ سومې کاليزې سره مصادف دی ، د سينګاپور او ماليزيا په شمول په هغو ځينو هېوادونو کی رنګا رنګ فعاليتونه جوړ شويدي چی جه هه هلته تللی و. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسو ته په سينګاپور او ماليزيا کی د نمانځنې د فعاليتونو په هکله څه معلومات وړاندی کړو.
د جون په ديرشمه نيټه د سينګاپور د توريستی چارو د ادارې له خوا د جن هه په نامه د کلتوری نندارتون د پرانستلو مراسم په سينګاپور کی جوړ شول او لويديځ ته د جه هه د سمندری سفرونو د شپږ سومې کاليزې د نمانځنې فعاليتونه له همدې ځای څخه پيل شويدي.
د سينګاپور خارجه وزير جارجی يو د نوموړی نندارتون د پرانيستلو په مراسمو کی وويل چی که څه هم شپږ سوه کاله تېر شويدي، مګر لويديځ ته د جن هه د
سمندری سفرونه لا هم په نړی کی د زيات شمېر خلکو د توجه وړ ګرزيدلي دي. هغه خبريال ته وويل
اوس زيات شمېر خلک له جن هه او د ده د سمندري سفرونو سره زياته علاقه لري او مهم علت يی دا دی چی ټول نړيوال سولې ته سترګې په لاره دي. د جن هه سمندری سفرونو په نورو هيوادونو باندي د هسپانيې، پورتګال، هالند او بريتانيې د استعماری تېری په نسبت بيخي توپير درلود. د جن هه له سمندری سفرونو څخه نه يوازی د چين دولتي قوت او د نورو هيوادونو سره د سولې د ټينګتيا هيله څرګنده شوی، بلکه تر اوسه پوری د جنوب ختيځې اسيا ټول خلک د جن هه ډير احترام کوی.
دده په نظر د نړۍ د اقتصاد د جهانی کېدو حال کی بيلا بيل هېوادونه بايد د جن هه په شان د توپيرونو په لرلو سره هم يو د بل احترام وکړی.
د جن هه په نامه په کلتوری نندارتون کی د سينګاپور، چين، اندونيزيا، ماليزيا، هند، ايران او د کينيا په شمول اتو هېوادونو برخه واخيستله او د نوموړو اتو هېوادونو استازيو او په سينګاپور کی د نوموړو هېوادونو لويو سفيرانو په همدي ورځ د نندارتون د پرانستلو په مراسمو کي ګډون وکړ. د اندونيزيا د منځنی جاوا د ولايت والی مارديانتو جن هه د يوه ستر سمندری سياح او د سولې د استازي په حيث بللی دی او زمونږ له خبريالانو سره يی د مرکې په بهير کی وويل
جن هه د منځنی جاوا په شمول زيات شمېر هيوادونو ته تللي وو ، نومړی سفرونه په نړۍ کي ډير ستر سمندي سفرونه بلل کيږي . دده د اوو ځلو سفرونو له لاري نه يوازی نورو
هيوادونو ته مترقي تخنيکونه ورسول شول او ددوي سره تجارتي اوکلتوري راکړي ورکړي هم تر سره شوی ، بلکه د همدغو هيوادونو له خلکو سره دوستانه روابط هم ټينګ شول .
په سينګاپور کی د نمانځنې په درو مياشتنيو فعاليتونو کي به د جن هه په نامه د موسيقی اوپرا نندارچيانو ته وړاندی شی او د جن هه د سمندری سفرونو د يادونې دپاره به مربوطه بين المللی غونډه به جوړه شی. علاوه پر دې د سينګاپور د بانک ڼوتونو د چاپولو فابريکې او د پوستی ټکټونو شبکې د جن هه د سمندری سفرونو د يادونې دپاره خاصې سکې او پوستی ټکټونه عرضه کړيدي.
په ماليزيا کی د نمانځنې دپاره هم رنګا رنګ فعاليتونه جوړ شول. مثلا د جولای په پنځمه نيټه د هغه هيواد په پلازمېنه کوالالامپور کی د جن هه د سمندري سفرونو په هکله يو نندارتون جوړ شو. په مالاکا کی د چينايانو د ټولنې مرستيالی مېرمن چن روی ين وويل
لويديځ ته د جن هه د سفر د پيل نه مخکي امپراطور هغه ته هدايت ورکړ چه په نورو هيوادونو باندي فشار وا نه چوي او ددوي څخه ګټې وا نه خلي . امپراطور يوازي دا غوښتنه وکړه چه نور کوچني هيوادونه د چين احترام وکړي . خو پرتګاليانو ، هالنديانو او حتي انګريزي استعمارچيانو د خپل هيواد د ګټو د تر لاسه کولو دپاره نور هيوادونه وځپل او بد بد کارونه يي وکړل.
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واورېد چی عنوان يی و په سينګاپور او ماليزيا کی لويديځ ته د جن هه د سمندری سفرونو د شپږ سومې کاليزې د نمانځنې دپاره يو لړ فعاليتونه جوړ شول.هيله ده چی پروګرام مو خوښ شوی وی.