<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-22 19:40:01    
پاکسان به د ذروی نه خپرونی په پاليسی باندی ټينګار وکړی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان خارجه وزارت د جولای په ٢١ نيټه د اعلاميی په خپرولو سره څرګنده کړه چه پاکستان به د ذروی نه خپرونی په پاليسی باندی ټينګار وکړی . د پاکستان د ذروی پلان په باب د هند د صدراعظم سينګ تازه وينا بی اساسه او د افسوس وړ ده .

په اعلاميه کی ويل شوی چه د پاکستان ذروی پلان په پوره توګه د دفاعی اړتيا او د ډيرو لږو ذروی تهديدونکو قواؤ د درلودلو د اصل سره سم جوړ شوی دی او پاکستان به هيڅکله له ملکی ذروی تاسيساتو څخه په استفادی سره ذروی وسله جوړه نه کړی .

د پاکستان د نيوز د ورځپاڼې د خبر له مخی ، د هند صداعظم سينګ د امريکی د سی ان ان له خبريال سره دتازه مرکی په ترڅ کی وويل چه که د پاکستان ذروی تاسيسات د افراطيونو لخوا استعمال کړی شی ، نو د هند امنيت به له سخت تهديد سره مخامخ شی .