

په نننی پروګرام کی به تاسی په شانګهای کی د ماښامی ژوند ښکلا او چاخانی په باره کی معلومات تاسو ته وړاندی کړو .
شانګهای د چين په ختيځو ساحلو کی واقع دی .په دی وروستيو کلونو کی دغه لوی او ستر ښار زيات انکشاف موندلی اود مغناطيی په څير کورنی او بهرنی سياحانو راجلبوی او چای شانګهای يی ليدلی هرو مرو به د دغه ښار له ښکلا په اثر مست شی .
ماښامی شانګهای د غوړيدلی ګلاب په شان ښکلی ښکاری .رنګا رنګ څراغونه د خلکود مستی او زړه لړزيدلو سبب ګرځی .لنډه دا چی په شانګهای کی ماښامی ژوند ډير په زړه پوری او زړه جلبونکی دی .
د ماښامی ډوډۍ نه وروسته خلک پکی په لاس کی نيولی او څپلکی په پښو کوی ،لړک ته رسيدتلی او ديخ بادونه او شمال نه خوند اخلی .دغه راز ګڼ شمير اوسيدونکی د فراعت نه په استغادی سره دانس او ورزش کوی .
دا دی اوس (د فنګ جن شين ذون ) اوسيدنکی د ذلور راهی په کوچنی ميدان کی فعاليتونه کوی .دوی د موزيک سره دانس کوی .سره له دی چی د مسلکی نندارچيانو په نسبت د دوی حرکتونه طبيعی نه دی ښکاريږی .خو دوی په ډير دقت سره حرکت کوی .یرسن ليو د دی فعاليتونو موسيسه او د دانی ګروپ مثره ده .هغه داسی والی ،مونږ جيانګ وان ښار ګوټی ته لاړو ،د زده کړی ته وروسته بيرته راغلو او دانس دوی ته ور زده کوو،هره ورځ د ماښام له ٨ بجو نه تر ٩ بجو پوری مونږ په خپله خوښه د لته راځو ،او هره ورځ تقريبأ سل تنه راځی ،مونږ ماښام ورزشی کوو.مقصد مو هم د سلامتيا ساتل دی .اوس ملګری مو ټل ښه دانس کوی .
په شانګهانی کی نه يوازی دايمی اوسيدنکی بلکه هغه څوک چی په شانګهای کی کار او زده کړه کوی هم ماښامی فعاليتونو کی برخه واخلی .د دوی دپاره" وای تان "د سانګهای ښکلا نمايندګی کوی .مثلأ رنګا رنګ څراغونه د پوجيانګ سيند رڼی اويه ،کلاسيکی او عصری ودانی د؛ وای تان "ځانګړی ښکلا تشکيلوی .دلته د ورځی لخوا د خلکو او موټرونو عالغال يای ته نه دی رسيدلی او د خلکو ګنه ګونه لاهم زياته ده .د خلکو په منځ کی ما خارجی محصل پاک جون هاو چی د کوريا جمهوريت نه راغلی وليد .هغه د شانګهای په باره کی داسی وايی.په شانګهای کی ماښامی منطره ډيره ښکلی ده او زمونږ د سيول په نسبت يی ډيره ښکلی ده .ښه سيول کی ماښام دومره زيات څراغونه نه ليدل کيزی .شانګهای ته د راتګ نه مخکی بيجينګ ته لاړم خو زه به شانګهای ته ترجيع ور کوم .ولی چی په شانګهای کی د شپی منظره زما ډيره خوښيږی .
په دی وروسته ورځو کی د اقتصاد د ستر انکشاف په اثر په شانګهای کی چای خانی د زياتيدو په حال کی دی .دو لون لار ،سينګ تيان دی او هنګ شان لار د چای څکلو مرکزونه دی .هلته د ځوانانو دپاره نه يوازی د موردنی ژوند نمونه ده بلکه د خلکو کارونو او ژوند په عنوان د خبرو اترو ځای هم دی .هنګ شان لار د شانګهای د شو هوی په سوداګری مرکز کی پروت دی .
د لاری په دواړو غاړو کی شنی ونی ولاړی دی .مغازی د روما نتيسشی فضا نه ډکی دی .د ترافيکی اسانتيا وو له امله ډير خلک دلته د چای او فهوو د څکلو دپاره راغلی دی .پيغلی چانګ چی اوس په شانګهای کی د واکس واګن موټر کمپنی کی کار کوی داس وويل د کار په فراعت کی دلته راځم زړه می ارام احساس کوم دا چی د چای په څښلو سره د ملګرو سره خبری کوم ډير خوشحاله يم ،دا د بلی ورځی د کار دپاره هم ګټه لری .
ګرانو اوريدونکو ،زمونږ نننی پروګرام چی عنوان يی په شانګهای کی ماښامی ژوند دی په همدی ځای پای ته ورسيد .حوشحال اوسی.