د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزی د جولای په ٢٢ نيټه ايتاليا ته د مسافرت په بهير کښی د هغه هيواد له صدراعظم سيلويو بيرلوسکونی سره له کتنې نه وروسته وويل چه که بين المللی ټولنه ګډ کوششونه وکړی، تروريزم پوپنا کيدای شی٠
جمهوررئيس حامد کرزی وويل چه د تروريستی حملو څوکه نه يوازی يوه ښار يا يوه هيواد ته نيول کيږی، بلکه له ټولو بشرو سره مخالف دی ٠ نو تروريزم يوازی د ټولو بشرو د ګډو کوششونو له لاری ليری کيدای شی ٠ په عين وخت کښی جمهوررئيس حامد کرزی د لندن د تروريستی چاودنې پر پيښو باندی هم غندنه وکړه ٠
هغه وويل چه د افغانستان د پارلمان راتلونکی انتخابات به ستر اهميت ولری ، نو هيله لرم چه د ايتاليا حکومت دی په مداومه توګه د افغانستان له بيا أبادۍ سره مرسته وکړی٠