<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-23 19:57:02    
د چين د سه څوان سوړ أش

cri

په چين کې أش د زياتو خلکو د خوښي وړ خوراک ګڼل کيږي ، دغه راز د أش قسمونه يي هم ډير زيات دي ٠ لکه د هګۍ أش ، د چرګ د غوښې أش ، د غوايي غوښې أش او داسي نور ٠ د أش د جوړونې شکلونه هم بلا بيل دي ٠ مثلأ ايشول شوي أش ، سوړ أش ، د ښوروا أش او داسي نور ٠ ويل کيږي چه بيلا بيل أش د چينايانو د ډوډۍ پر ميز باندې مهم ځاي لري ٠ مثلأ د چين د شمالي خوا د لان جو ښار د غوايي غوښی أش چه په چين کې د مسلمانانو يو ډول عنعنوي خوراک ګڼل کيږي ، ډير سهرت لري ٠ نژدي د چين په ټولو لويو او کوچينيو ښارونو کې د لان جو د غوايي غوښې د أش راستورانونه ليدل کيږي ٠ د چين په جنوب لويديځه خوا د سه څوان ولايت د چن دو په ښار کې يو ډول سوړ أش هم ډير شهرت لري او د هيواد په ډيرو ځايونو کې د دغسي أش راستورانونه هم ډير ليدل کيږي ٠ د دغه أش جوړونه مشکله نه ده ٠ د څلور تنو په اندازه لومړي يو کيلو أش تيار کړۍ ، بيا برابره شين پياز ، دنيا او اوږه په دي ډول تيار کړۍ چه په جلا جلا توګه ميده ميده کړۍ ، سر بيره پر دي برابره بوره ، لږ مالګه ، سرکه سور مرچ هم چمتو کړي ٠ وروسته په يو ديګ کې زيات او برابره اوبه پکې واچوي چه يو کيلو أش پکې ايشول کيږي ٠ ديګ د اور د پاسه کيږدي ٠ اوبه چه جوش شي ، أش پکې واچوي او ويي لړۍ څو چه أش جلا جلا شي ٠ د أش د پخولو په وخت کې دي ته متوګه شي ، أش چه تازه پاخه شي ، سم د لاسه له اوبو څخه وباسي څو چه أش ډير نرم نه شي ٠ بيا به نوموړي أش چه تر وسي پوري اوبه له أش څخه وايستل شي ، په يو بل ديګ کې واچوي او لږ څه غوړي پکې واچوي او ويي لړۍ څو چه پخول شوي أش جلا جلا شي ٠ وروسته نوموړي أش يخ کړي او په دي ترڅ کې دي څو څو واره أش جلا جلا کړۍ ٠ کله چه أش پوره يخ شي ، بيا به نوموړي ميده شوي شين پياز ، دنيا ، اوږه ، برابره مالګه ، بوره ، سرکه او سور مرچ پکې واچوي او سره يو ځاي يي ولړۍ ٠ نو دغه سوړ أش تيار شو ٠ البتأ هم کولي شي چه په خپله خوښه نور مسالې ور زياته کړي ٠ دغه ډول خوراک ډير خوندور دي او خصوصأ په دوبي کې د سوړ أش خوړل اشتيها زياتوي ٠