د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د جولای په ٢٣ نيټه په اسلام اباد کښی وويل چه پاکستان په هره کومه تسليحاتی مسابقه کښی د ګډون نيت نه لری ، خو د ټولو لازمو تدبيرونو په غوره کولو سره به خپل ګواښ کوونکی قوت وساتی ٠
د پاکستان د اشوشيتيد اژانس د خبر له مخی، جمهوررئيس مشرف په همدې ورځ په يوه هغه غونډه کښی چه د حکومت او نظامی مقاماتو د عالی طبقې شخصيتونو پکښی برخه واخيسته ، وويل چه سيمه ايزه سوله د پاکستان د اقتصاد د انکشاف او د ټولنې د ترقۍ دپاره ګټوره ده ٠ نو ځکه پاکستان به د ټولو تدبيرونو په غوره کولو سره د هيواد لا زمی دفاعی طاقت تامين کړی٠
جمهوررئيس مشرف په عين وخت کښی دا خبره تائيده کړه چه هيڅوک دا حق نه لری چه د ذروی تاسيساتو د اداره کولو په برخه کښی د پاکستان د حکومت د طاقت په مقابل کښی شک وکړی٠ په پاکستان کښی د ذروی تاسيساتو د اداره کولو سازمان د علم او شفافيت پر اساس ډير موثر کار کوی٠