<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-24 16:34:39    
د عربی متحده امارات خلک ډېر شتمن دي

cri

ګرانو اورېدونکو، اسلام عليکم! د عربی متحده امارات د فارس د خليج په جنوبي غاړه کی واقع دی . مساحت يی يوازی اتيا زره مربع کيلو متره دی ، مګر د نفتو ذخيره يی د فارس په خليج کي د سعودی عربستان او عراق نه وروسته ده او د طبيعی ګازو زيرمه يی په نړۍ کی پنځم مقام نيسی. د زياتو نفتو او طبيعی ګاز په درلودلو سره دغه پخواني کوچي هېواد اوس په نړۍ کی د ډېرو شتمنو هېوادونو څخه شميرل کيږي . په نننی پروګرام کی به تاسو ته د عربی متحده اماراتو د خلکو د ژوندانه په باب معلومات وړاندی کړم.

د عربی متحده امارات د مرکز ابوظبی ټولې لارې د ډول ډول عصری او لوسکو موټرونو څخه ډکي دي، مثلا benz، bmw، lexusاو porsch او داسي نور . د نړۍ هر ډول لوکس او فيشنی موټر په دي هيواد کي ليدل کيږی . په نوموړی هېواد کی هر کور موټر لری ، ډېر شتمن کور کوچنی بيړۍ هم لری او نور زيات شتمن کورونه حتی شخصي الوتکی لري . د عربی متحده امارات د موبايل تيلفون د درلودلو تناسب په نړۍ کی لومړی مقام نيسی. د نوی احصايی له مخی، د دې هېواد په سلو تنو کي يی اته اتيا موبيل تلفونونه لری چه د ماشومانو نه پرته ، نژدی هر تن يی د يو موبايل تليفون خاوند دی. د دې هېواد يو عصري رستوران چه عربی برج نوميږی، په نړۍ کی ډېر مشهور دی او حتي د اوو ستورو لرونکي هوټل په نامه ياديږي .

د عربی متحده اماراتو د پلان جوړولو د وزارت او د مرکزی بانک د احصايی له مخی، په ٢٠٠٣ کال کی د نوموړي هيواد نفوس څلور مليونه څلويښت زره تنه دی او د داخلي توليداتو عمومي ارزښت يی د هر تن په سر اتلس زره دوه سوه

امريکايی ډالرو ته رسيدلی دی . په ٢٠٠٤ کال کی په نړۍ کی د نفتو بيه د ٢٠٠٣ کال په نسبت ډېره لوړه شوی ده، نو د نفتو د پلورلو له لاري د عربی متحده اماراتو لخوا تر لاسه شوي عايدات درې ملياردو امريکايی ډالرو ته رسيدلی دي چه د هر تن په سر څلويښت زره امريکايي ډالره وو.

د خبريال يو ملګری چه محمد نوميږی، د نوموړی هېواد د يوې مجلې چلونکی دی ، مياشتنی معاش يی څه دپاسه دوه زره پنځه سوه امريکايی ډالره دی . هغه دری اولادونه لری او ميرمن يی کار نه کوی. د خبريال په نظر، د دوی ژوند به ممکن ښه نه وی ، مګر په حقيقت کی دوی ډېر ښه ژوند لری او هر کال د سوريی او لبنان په شمول ګاونډيو هېوادونو ته سفر کوی. هغه وويل چه که څه هم معاش مې لوړ نه دی، مګر د عادی ژوند لپاره می مصارف می پوره کوی.

دا يو حقيقت دی چه د عربی متحده امارات حکومت خپلو خلکو ته دايمی مرسته ور کوی او هر تن له زېږېدو نه وروسته ښه ژوند کولي شي . حکومت خپل خلک دی ته تشويقوی چه ډېر اولادونه وزېږوی او د يو ماشوم د زېږېدنې څخه پلار او مور يی هره مياشت له حکومت څخه د ماشوم د روزنې پيسی اخلی . په دې هېواد کی ښوونه وړيا ده او څوک چه په زده کړی کی کوشش وکړی، هغه ته جايزه ور کوی. که څوک د خارجی مشهور پوهنتون لخوا ومنل شی، له حکومت څخه به زياته اندازه مرسته لاسته راوړی. د نوموړی هيواد حکومت د لوړو عايداتو او وړيا هستوګنځې په شمول د زياتو امتيازاتو په تشويق زده کوونکی هڅوی چه د فراغت نه وروسته په حکومتی ارګانونو کی کار وکړی.

دغه راز حکومت د هلک او نجلۍ د واده لپاره خاصی پيسی برابروي او علاج هم وړيا دی. نو له دې امله د عربی متحده اماراتو د اکثرو خلکو عايدات د معمولي ژوند دپاره بالکل کافي دي . د حکومت تر هراړخيزې مرستې لاندی ، د هرکور معمولی مصارف يوازی د کاليو ، اوبو او برېښنا ، مخابرې او ترافيک په ساحو کی لګيږي او داسی مصارف عمومأ څه نا څه پنځه سوه پنځوسو امريکايی ډالرو ته رسيږی چه د يو تن په عايداتو کی ډيره کوچنی برخه نيسی.