<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-24 16:38:30    
د شورا اوومه او دولسمه دوره ( لومړی برخه )

cri

دا دوه پارلمانی دورې د فکر د ازادی او د ديموکراسی د ځينو مظاهره په لحاظ يو له بله شباهت لری چه بايد مشترک او متمايز اړخونه يی لږ څه وڅيړو

د هغوې دورې له شروع کيدو سره هم يو څو ازادی جريدې چه چا به ملی او چا به شخصی بللی راووتلې ، لکه : انګار ، ندای خلق ، وطن ، اولس ...او په دی دوره کی هم ځينی جريدې ، لکه پيام ، امروز ، افغان ملت ، خلق ...يو په بل پسی خپرې شوی . په هغو چريدو کی هم د ځينو عمر لنډو چه ډير دوام يی ونه کړی شو ، مګر د دې جريدو عمر له هغو نه هم لږو چه ځينی د خلقو د ډير ناوده هرکلی په اډر او ځينی د ډيرې سړی وضع په وجه ډير ژر له منځه لاړې او يوازی افغان ملت وکولی شو چه تراوسه پوری ( خدای دی له بدو سترګو وساتی ) ځان وساتی . ښايی چه دغه د عمر لږوالی او ډيروالی ، د دی حکومت او د هغه حکومت د تحمل او حوصلې په اندازه وی . يا دا چه وايی پخوا د خلکو عمرونه ، لکه د نوح ( ع ) ډير زيات وو او پس له هغه وار په وار دهر چا او د هر څه عمر مخ په کميدو شو . که څه هم طبابت ورځ په ورځ ترقی وکړه . دا بحث په همدې ځان پريږدم ، ځکه چه په دی مقاله کی اصلی مقصد د دې وخت او دهغه وخت په غير سر کاری جرايدو باندی بحث نه دی ، بلکه د شورا په دغه دوره او هغه دوره او په دغه حکومت او هغه حکومت يوه لنډه تبصره ده ږ

په اوومه دوره کی والا حضرت سردار شاه محمود خان غازی ( خدای دی وبخښی ) د صدارت په مسند ناست و او په دولسمه دروه کی ښاغلی محترم محمد هاشم خان ميو ندوال دهغه په ځای کښېناست . څنګه چه ميو ندوال صاحب دنرم طبيعت او متواضع وضع خاوند دی ، مرحوم والاحضرت هم سره له لوړ نظامی او فاتحانه حيثيته ، چه د وطن د نجات او استقلال په معرکو کی يی ستر خدمونه سره يی ډير ښه سلوک درلود .

په هغه وخت کی ديموکراسی يوازی د دغه مرحوم په شخصی سلوک او اراده استناد درلود او په دی دوره کی لکه اساسی قانون يوه لويه ملی وثيقه هم په لاس کی لری چه دا پخپله ډير لوی فرق دی ، مګر له دغه ښکاره توپير سره دا فرق هم موجود دی چه په هغه وخت کی د ديموکراسی پالنه او روزنه حکومت خپل ابتکار اوخپله کارنامه ګڼله او اوس دغه حکومت له ديموکراسی سره دغه راز علاقه او رابطه نه لری ، بلکه له يو مشکل او انجام شوی کار سره مواجه کيدل يی ګڼی .

د دولسمی دورې اولسی جرګه که د اوومې دورې لهملی شورا نه د اخلاقی جرت او د فکر و نظر د ازادانه اظهار په لحاظ زياته نه وی کمه خو هيڅکله نه ده . په دی دوره کی هم ډير زړه ور بی پروا وکيلان شته چه په حکومت باندی واضح او صريح انتقادونه کولی شی او د چا له هيڅ راز تاثير لاندی نه راځی ، لکه چه په هغه دوره کی هم ايمانداره او باشخصيته کسان موجود وو چه دحق ويلو جرت او شهامت يی درلود . دا بېله خبره ده چه دا وخت او هغه وخت ډير فرق لری . لکه چه په دی دوره کی ښی لاس او کيڼ لاس خلک شته . په هغه دوره کی هم دوه متباين جمعيتونه موجود وو او همدغسی مجادله روانه وه . د دې مجادلې او دهغې فرق دا دی چه هغه وخت د استدلال او منطق برخه زياته وه او اوس دمټو زور او شرو شور ډير کار کوی .

په دی دوره کی د سوال او استضاح غونډو ، چه د اساسی قانون په اساس انعقاد مومی ، دی دوری ته خاص امتياز ورکړی او د اوريدونکو ګڼه ګوڼه يی ډيره زياته کړې ده . همدارنګه د اعتماد د رايې اخيستلو چه د حکومت د تشکيل دپاره اساسی قانون له مخې يو اساسی شرط ګڼل شوی دغې دورې ته يې لوی اهميت وربخښلی دی .