د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د افغانستان د جمهوررئيس حامد کرزی په بلنه د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز افغانستان ته د يو ورځنی رسمی مسافرت دپاره د جولای په ٢٤ نيټه کابل ته ورسيد ٠ دا افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم په حيث د شوکت عزيز لومړی ځل مسافرت دی٠
د خبر له مخی، د صدراعظم شوکت عزيز او جمهوررئيس حامد کرزی ترمنځ د خپلې سيمې د امنيتی اوضاعو او د دواړو هيوادونو د اقتصادی او تجارتی همکارۍ په باب د نظرياتو تبادله او د دواړو هيوادونو ترمنځ د تجارت ، هوايی چارو او د سړکونو د ترافيکی خدمت په باب د موافقه ليکونو لاسليکول د دی مسافرت مهمې دندې دی ٠