د چين د بين المللی راډيو دخبريال دخبر له مخی ، د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د روانې مياشتې په ٢٤ نيټه د پاکستان له صدراعظم شوکت عزيز سره خبرې اترې وکړې . دواړو خواوو د ترهګرۍ په ضد د مبارزې او د تجارتی او سوداګری همکارۍ په باب د نظرياتو تبادله وکړه .
عزيز او کزری د خبرو اترو نه وروسته په يوه ګډه مطبوعاتی غونډه کی څرګنده کړه چه پاکستان به افغانستان ته د ١٠٠ مليونو امريکايی ډالرو په ارزښت مرسته برابره کړی . دواړو خواوو هم يوه موافقه لاسليکه کړه او د نوموړی موافقه ليک له مخی ، د پاکستان د پښاور او کويټې او د افغانستان د کابل او کندهار ترمنځ د الوتکو کرښه پرانيستله شی او د دواړو هيوادونو ترمنځ به اوسپنيزې لارې جوړې شی ترڅو د اوسپنيزو لارو په وسيله تجارت پياوړی شی .
د ښاغلی حامد کرزی په بلنه شوکت عزيز د روانې مياشتې په ٢٤ نيټه د يو ورځنی سفر لپاره کابل ته تللی و.