

د خوانګ تو لوړه دښته د چين د څلورو لوړو دښتو څخه ده او د داخلی مغولستان د لوړی دښتی په جنوب خوا کی واقع ده. شماله خوا يی لوی ديوال دی او جنوبه خوا يی د چينګ لينګ غرونه دی او د چينګ های ، ګان سو، نينګ شيا او شان شی په شمول ولايتونه څخه تيريږی . د دې لوړې دښتې مساحت تقريبا پنځه لکه مربع کيلو متره دی او د نوموړی مساحت په سلو کی شپېته برخه د ژېړو ځمکو لخوا پټ شوی دی او د زياتو ژېړو ځمکو په اثر، د خوانګ تو د لوړې دښتې ځمکنی شکل په چين حتی نړۍ کی ډېر ځانګړی دی. د ژېړو ځمکو د خصوصيت سره سم ، په دغه لوړه دښته کی د هستوګنځيو په توګه ډېر غارونه جوړ شوی دي.
د خوانګ تو د لوړې دښتې بل خصوصيت دا دی چه خاورې يی په سخته توګه ښوېږی. د احصايی له مخی، اوس هر کال د دې لوړې دښتې خاورې يو سانتيمتر ښويږی او دغه سرعت د خاورو د جوړېدو د سرعت په نسبت سل يا څلور سوه چندو ته رسيږی. د اوبو او ځمکو د ساتلو د څانګی د تحقيقاتو له مخی، د خوانګ تو د لوړې دښتې په ښويدل شوی يو ملياردو شپږ سوه مليونو ټنو مټو او شګو کی ، د ازت ، فسفر او پتاسيم عمومی اندازه تقريبا څلوښت مليونو ټنو ته رسيدلی ده او له دې امله د ژېړو ځمکو د توليد توان زيات کمزوری شوی دی او حتی دغه توان يی له لاسه ورکړی دی. دا هم د دې سيمې د اقتصادی حالت د پاتی کېدو علت ګرځېدلی دی. د خاورو ښويدل هم طبيعی زمينې ته ډېر تاوانونه رسولی دی او دا د بشری او طبيعی دواړو علتونو په اثر ده.
چينايانو تل د خوانګ تو د لوړې دښتې د مسئلې د حل لپاره کوشش کاوه او
د تيرو دېرشو کلونو د کوششونو په اثر، د اوبو او ځمکو د ساتلو په باب يو ازمايښتی مرکز چه په ١٩٧٣ کال کی په دغه لوړه دښته کی جوړ شوی، اوس په نړۍ کی تر ټولو لوی مرکز ګرځيدلی دی.
د چين څلورمه لويه لوړه دښته د يون نان _ ګوی جو لوړه دښته د چين په جنوب لوېديځه سيمه کی واقع ده او د يون نان د ولايت ختيځه برخه ، د ګوی جو د ولايت اکثرې برخې او د ګوانګ شی د ولايت شمالی برخه پکی شمېرلی کيږی. دغه لوړه دښته د چين د عوارضو په دوهمه مرحله کی پرته ده او د بحر د سطحی نه معمولی جګوالی يی له يو زرو څخه تر دوو زرو مترو پوری دی.
د يون نان _ ګوی جو لوړې دښتې يو مهم خصوصيت دا دی چه د اهک صخرې او د کارست توپوګرافی پکی ښه ليدل کيږی . د کارست توپوګرافی مساحت د دې لوړې دښتې د عمومی مساحت په سلو کی له پنځوسو څخه تر اتياو پوری برخه نيسی او دا په نړۍ کی لومړی ځای نيسی. په دغه لوړه دښته کی د کارست توپوګرافی بيلا بيل شکلونه شته، نو د يون نان _ ګوی جو لوړه دښته په چين کی ډېر مشهور توريستی ځای ګرځېدلی دی.
د دې لوړې دښتې د اقليم خصوصيت دا دی چه د باران اندازه يی زياته ده ، په يو کال کی يی بارانی ورځی ډېری دی ، هوا يی مرطوبه ده او د درجې بدلون يی ډېر نه دی.