ګرانو پښتنو وروڼو او خويندو ، د جولای له ٢٥ نيټې څخه د چين د سی ار ای راډيو د پښتو په خپرونه کی هره ورځ د خبرونو او د روانو چارو په باب د راپور يا تبصری نه وروسته د پخوا په شان دوه خاص پروګرامونه هم خپروو او په انترنيت کی له نوموړو دوو خاصو پروګرامونو نه پرته ، بل خاص پروګرام تاسو ته وړاندی کوو ، خود مطالبو او د خپرونی د مهال له لحاظه څه تنظيم او بدلون رامنځ ته شوی دی چه تفصيلات يی په دی ډول دي :
په دوشنبی به د ((چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په رڼاکی )) په پروګرام کی د اقتصاد په باب د چين پاليسی ، په اقتصادی ابادۍ کی ترلاسه شوي برياليتوبونه ، له اقتصاد پوهانو او نورو اړوندو شخصيتونوسره مرکې او داسی نور معلومات وړاندی شی . ددی پروګرام وخت ٥ دقيقی او ٣٠ ثانيې دی .
ورپسی (( د اوريدونکو پوښتنو ته ځواب )) خاص پروګرام خپريږی او په هغه کی به مونږ ترممکنه حده پوری د اوريدونکو دوستانو بيلا بيلو سوالونو ته ځوابونه ورکړو او هيله لرو چه اوريدونکی او د انترنيت لوستونکی په فعاله توګه په دی پروګرام کی برخه واخلی . ددی پروګرام مهال ٥ دقيقی دی .
په دی ورځ ((چين وپيژنی )) په نوم بل پروګرام د انترنيت په پاڼه کی لوستل کيږی او ورځنی به د چين په باب اساسی معلومات ترلاسه کړی .
په سه شنبې د (( ښځی او ټولنه )) په ځانګړی پروګرام کی د چين د نننی
ښځو نه پرته ، د اسلامی نړۍ د نامتو ښځو په باب څه معلومات هم ورکول
کيږی . ددی پروګرام وخت ٥ دقيقی او ٣٠ ثانيې دی .
د دی پروګرام نه وروسته د ((سپورت نړۍ )) په نامه خاص پروګرام خپريږی او اوريدونکی او لوستونکی به د چين او نړۍ د مهمو سپورتی مسابقو په باب معلومات ترلاسه کړی او مشهور چينی او خارجی لوبغاړی به وپيژنی . ددی پروګرام مهال ٥ دقيقی دی .
په انترنيت کی د (( نړۍ او اولمپيک )) په پروګرام کی د المپيک د سپورتی لوبو د انکشافی بهير او نور اړوند معلومات درکول کيږی .
په چهارشنبی د (( ژوند په چين کی )) په پروګرام کی د چين د اوسيدونکو او ددوی د ژوندانه په باب معلومات معرفی کيږی . ددی پروګرام وخت ٥ دقيقی او٣٠ ثانيې دی .
ددی پروګرام نه وروسته د (( ساينس او روغتيا پروګرام دی او په هغه کی د نړۍ د نويو علومو او تخنيکونو ، د پاملرنی وړ نور علمی او طبی معلومات وړاندی کيږی . د پروګرام وخت ٥ دقيقی دی .
په انترنيت کی د ځوانانو او کوچنيانو دنړۍ په نوم خاص پروګرام ليدل کيږی .
په پنجشنبې د ((چين د مليتونو وروڼو کور )) د پروګرام له لاری د چين ٥٥ ملی اقليتونه پيژندل کيږی ، په تيره بيا د چين د مسلمانانو په اړه يو لړ معلومات لاس ته راوړل کيږی . ددی پروګرام مهال ٥ دقيقی او٣٠ ثانيې دی .
د (( چين ته سفر په بل پروګرام کی د توريزم او توريستی چارو په باب تازه خبرونه او د چين د ليدو وړ ځايونو او د سياحانو د خاطراتو په شمول يو لړ معلومات شامل دی . ددی پروګرام مهال ٥ دقيقی دی .
په انترنيت کی ددی ورځی د پروګرام نوم (( د چين مسلمانان )) دی .
په جمعه لومړی به د (( هنر او کلتور )) په نوم د ٥دقيقو او ٣٠ ثانيو لپاره پروګرام خپورشی اود چين عنعنوی ثقافت ، کلتوری خبرونه ، د چين او نورو هيوادونو او سيمو تر منځ د فرهنګی تبادلو تازه خبرونه او راپورونه په دی پروګرام کی شامل دی . بيا د (( چينی ژبی د لوست )) د ٥ دقيقو په پروګرام کی نوی درس ورکول کيږی .
په انترنيت کی د نړۍ د نامتو څيرې په نوم پروګرام لوستل کيږی . په هغه کی به لوستونکی له چينی او بهرنيو نامتو شخصيتونو سره وپيژنی .
په شنبی به د(( مونږ او اوريدونکی )) په پروګرام کی لا د پخوا په شان د اوريدونکو او د انترنيت د لوستونکو لخوا راليږلی شوی ليکونه خپاره شی تر څو يو له بل سره خوښی شريکی کړی اوټول تری ګټه واخلی . ددی پروګرام وخت لس دقيقی او ٣٠ ثانيی دي . او بيا د دوستانو د فرمايش سره سم د چين ملی موزيک او پښتو موسيقی خپريږی او وخت يی ٥ دقيقی دي . پرته له دی د انترنيت له لاری د روغتيا په اړه ګټور معلومات او دچين په سينما او تيلويزيونی پرده کی په زړه پوری داستانونه لوستل کيږی .
په يکشنبه د چينی ژبی د لوست په پروګرام کی د جمعی ورزده کړی شوی درس تکراريږی او د همدی ورځی د پروګرم په پای کی په لسو دقيقو او ٣٠ ثانيو کی د اوسنی زمانی خوږی سندرې او نغمی خپريږی .
په انترنيت کی د پښتو ادبياتو او نړۍ ته د لنډی کتنی دوه خاص پروګرامونه لوستل کيږی .
ګرانو اوريدونکو ، مونږ هيله لرو چه تاسو زمونږ د پورتنيو پروګرامونو په باره کی خپل نظريات څرګند کړی . ډيره ډيره مننه .