<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-25 18:34:32    
د جيانګ سی ولايت د اقتصادی جوړښت په تنظيم کښی وده لټوی

cri

په وروستيو کلونو کښی دجيانګ سی ولايت له هغه سيمه ايز تفوق څخه په استفادی سره چه دچين په ختيځه او جنوبی برخوکښی پرمختللی ولايتونو ته ورڅيړمه د ی ، په ځانی منابعو او د بشری قواوو د ټيټوالی په تفوق سره يی ګام په ګام اقتصادی جوړښت تنظيم کړی او خارجی پانګی يی زيات جلبی کړی او ور څخه يی استفاده کړی ده . د اقتصادی ودی د پرمخبيولو په عين وخت کښی دغه ولايت د چاپيريال ساتنی ته په درنه سترګه کتلی او د اقتصاد او چاپيريال ترمنځ دهماهنګ انکشاف د سرته رسولو دپاره يی کوشش کړی دی .

داقتصادی جوړښت د تنظيم په برخه کښی د جيانګ سی ولايت يو داسی مهم تدبير نيولی دی چه د اقتصادی او تخنيکی انکشافی سيمو او د لوړو او نويو تخنيکونو د انکشافی سيمو زيات ابادول او ګام په کام د ټول ولايت په اقتصاد کښی د صنايعو او خدمتی چارو د برخی زياتول دی

د نان څانګ دعالی او نويو تخنيکونو انکشافی سيمه ددولت په درجه د جيانګ سی د ولايت يوه انکشافی سيمه ده . د نوموړی انکشافی سيمی دانتظامی کميټی مرستيال ځانګ سياو ګانګ زمونږ د راډيو خبريال ته وويل چه اوس د نان څانګ په انکشافی سيمه کښی څه نا څه اته سوه داخلی او خارجی تصدۍ راغونډی شوی دی ، دالکترونيکی انفارميشين اود استفادی وړ سوفتوير او بيالوجيکی طب او دارو

درملو په شمول صنعتی وضعيت را منځ ته شوی دی. ښاغلی ځانګ سياو ګانګ

وويل يوازی په دی شرط چه پروژی د جيانګ سی ولايت ته داخل شوی دی، نو مخصوص لارښوونکی پرسونل د نوموړو پروژودپاره خدمت کوی .دغه راز مهم پروګرامونه او مهمی تصدۍ يی هم داسی دی . پر دی اساس مونږ په هره مياشت کښی د يو ځل دپاره دمهمو او لويو پروګرامونو د هماهنګۍ غونډه جوړوو .

داقتصادی جوړښت د تنظيماتو په برخه کښی د جيانګ سی د ولايت يو بل تدبير دا دی چه له خارجی او داخلی پرمختللی سيمو څخه د مترقی تخنيکونو او انتظامی تجربو زده کول ، د خپل ولايت صنعتی جوړښت ښه کول او د اقتصادی کيفيت او موثريت او ګټی لوړول د ی. لږه موده دمخه د جيانګ سی ولايت له هانکانګ سره داوه شپيتو پروژو قراردادونه لاسليک کړی د ی او د پيسو شمير يی له يو

مليارډو سل مليونو امريکايی ډالرو څخه اوښتی دی . هغه وويل مونږ دغه اوه شپيته پروژی يو يو دسته بندی کوو ، هره يوه پروژه يو مسول لری او د پروژی د بهير د پرمخبيولو دنده په غاړه اخلی او يو له بل سره همکاری کوی ، نو ځکه حکومت بايد د سوداګرانو او خلکو اعتماد لاس ته راوړی .

زياتی پروژی په خارجی پانګو د جيانګ سی د ولايت د اقتصادی ودی ته محرکه قوه وربخښلی ده ، خو سره له دی يی هم ددغه ولايت پر چاپيريال باندی ناوړه اغيزه اچولی ده .په وروستيو کلونو کښی د جيانګ سی ولايت خلک په پر له پسی ډول داقتصادی ابادۍ په بهير کښی خپلی تجربی راټولوی او د ايکالوجيکی چاپيريال په ساتنه کښی يی زيات قوتونه اچولی دی .

د جيانګ سی د ولايت د يی څون ښار که څه هم د دغه ولايت يو پر لسمه برخه د کرنی وړ مځکه نيسی ، خو د خپل ولايت دپاره يی يو پر شپږمه برخه غلی دانی ،

پومبه، نباتی غوړی او نور زراعتی محصولات برابر کړی دی .په وروستيو کلونو کښی د يی څون ښار د اقتصادی مرکزی ښار دابادولو په باب انکشافی پلان طرح کړی ، د ښاری کيدو ګامونه ګام په ګام ګام چټک شوی اوپه خارجی پانګو ډول ډول پروژی په پر له پسی ډول دغه ښار ته داخلی شوی دی .د يی څون د ښار مامور ليو می خبريال ته وويل ( اواز ) د انکشاف په ابتدايی موده کښی مونږ ددی هر کلی وکړ چه هره يوه تصدۍ زمونږ ښار ته داخله شی ، خو د چاپيريال د خرابيدو مسئله زمونږ ترغور لاندی نه وه ،خو وروسته مونږ په دغه مسئله باندی وپوهيدلو او په دی ښه پوه شوو چه د صنايعو د انکشاف دپاره بايد داسی پروژی انتخاب کړو چه د محلی ځای چاپيريال ته لږ خرابوالی و رسول شی .

ښاغلی ليو می بيا زياته کړه چه د چاپيريال د ساتنی مفکوره په پر له پسی ډول پياوړی شوی ، اوس د يی څون ښار له نورو ځايونو څخه داسی پروګرامونه انتقالوی کوم چه پر ايکالوجيکی چاپيريال باندی نسبتا لږه ناوړه اغيږه اچوی .