د سين هوا اژانس دخبر له مخی ، د ايران د داخلی چارو د مهاجرينو د چارود وزارت په اړه د رياست رئيس احمد حسينی د روانې مياشتې په ٢٥ نيټه په تهران کی وويل چه ايران به د ٢٠٠٦ کال د مارچ د مياشتې نه وروسته په ايران کی د افغانستان پاتی شويو پناه وړونکو ته د اوسيدواجازه ورنکړی .
په تيرو شلو کلونو کی څه ناڅه ٢مليونه دری لکه ٧٠ زره تنه افغانان ايران ته تللی دی . د نوموړی مامور په قول تر اوسه پوری لاهم ٩ لکه ٧٠ زره تنه د افغانستان پناه وړونکی په ايران کی پاتی دی .