د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د پاکستان د ٌ د واون ٌ ورځپاڼې د جولای په ٢٦ نيټه خبر ورکړ چه د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف په ٢٥ نيټه په لاهور کښی خبريالانو ته وويل چه پاکستان په موثره توګه په خپل هيواد کښی د القاعدې د سازمان قوماندانۍ پوپنا کړيده ، نو د نړۍ په نورو هيوادونو کښی پيښې شوی تروريستی حملې له پاکستان سره هيڅ اړيکی نه لری ٠
جمهوررئيس مشرف دا خبره تائيده کړه چه که بين المللی ټولنه د تروريزم په ضد مجادله کښی يوازی له وسله والو وسائلو څخه استفاده وکړی، تروريزم به له منځه ونشی وړای ، د دی مجادلې د وروستی بری د ترلاسه کولو دپاره بايد لومړی د اسلامی نړۍ په وړاندی سياسی شخړې حل کړی ٠