<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-26 17:35:45    
په چين کی د ټولو خلکو د روغتيا د ساتنی د پروګرام د تطبيق د لسو کلونو نه راهيسی زيات موفقيتونه تر لاسه شويدی

cri

ګرانو اوريدونکو ، د چين د سپورتی چارو د پياوړتيا او د خلکو د روغتيا د ساتنی دپاره د چين دولتی شورا د ١٩٩٥ کال د جون په مياشت کی د ټولو خلکو د روغتيا د ساتنی پروګرام صادر کړ او سږ کال د دې پروګرام د خپريدو د لسمې کاليزې سره مصادف دی ٠ د چين د سپورت په برخه کی مربوطو پوهانو څرګنده کړه چه د نوموړی پروګرام د تطبيق د لسو کلونو نه راهيسی د چين د ټولو خلکو د روغتيا د ساتنی په چارو کی زيات موفقيتونه تر لاسه شويدی ٠

په نوموړی پروګرام کی دا هدف وړاندی شوی چه تر ٢٠١٠ کال پوری به د ټولو خلکو د روغتيا د ساتنی په برخه کی د سپورت ، اقتصاد او ټولنی تر منځ د هماهنګی ودې دپاره کوشش وشي او د هيوادوالو روغتيا به پياوړي شي او د ټولو خلکو د روغتيا د تامين په هکله به ځانګړی سيستم جوړ شي ٠

د چين د سپورتونو او بدنی روزنی د عمومی اداری په اړه د ساينس او څيړنی انستيوت پروفسر يو داو جونګ چه د ولسی د سپورت د څيړنی دنده په غاړه لری ، هغه د نوموړی پلان په طرح کولو کی ئی ګډون وکړ ٠ هغه وويل په هغه وخت کی چه نوموړی پروګرام خپور شو ، د چين د سپورت په برخه کی زيات موفقيتونه تر لاسه شويدی ٠ مګر د ټولو خلکو د روغتيا د ساتنی حالت د ټولنی د ودې سره مطابقت نه درلود مثلأ په سپورت کی د ګډون کوونکو شمير لږ و او سپورتی ميدانونه او جمناجيمونه د عامو خلکو لپاره خلاص نه وو ، نو د چين

سپورتی کميټی فکر وکړ چه د عامو خلکو لپاره به يو جامع سپورتی پروګرام جوړ کړي ٠

د نوموړی پروګرام د خپريدو د لسو کلونو نه راهيسی د سپورتی چارو د بيلا بيلو درجو څانګو په دې پروګرام کی د وړاندی شوی دندو د عملی کيدو لپاره کوشش کړی او ډير زيات واقعی کارونه ئی تر سره کړيدی ٠ لومړی د مطبوعاتی ذاريعو له لاری د روغتيا د ساتنی لپاره د سپورت رول تبليغ شوی او د خلکو سپورتی سيستم بشپړ شوی دی چه په بيلا بيلو سيمو کی د اوسيدونکو ناحيو د سپورتی لوبو په شان پروګرامونه جوړ شول ٠ يو داو جونګ وويل له ١٩٩٥ کال څخه د چين د سپورتونو او بدنی روزنی عمومی اداری هر کال د ټولو خلکو د روغتيا د ساتنی لپاره اونی فعاليت تر سره کوی او د مربوطو احصائيو له مخی هر کال په دې فعاليت کی د ګډون کوونکو شمير دری سوه مليونو تنو ته رسيږي ٠ د معيوبينو او د ملی اقليمونو سپورتی چاری هم مروج شويدی ٠

له ١٩٩٧ کال څخه تر ٢٠٠٤ کال پوری د چين د سپورتونو او بدنی روزنی عمومی اداری او محلی سپورتی څانګو د ټولو خلکو د روغتيا د ساتنی لپاره څه دپاسه لس مليارډه ژن مين بی يوانه پانګه اچولی دی ٠

د لسو کلونو د کوششونو نه وروسته د نوموړی پروګرام د تطبيق له امله ډير زيات مثبتی موفقيتونه تر لاسه شويدی ٠ يو داو جونګ د هغو ارقامو په رامنځته کولو سره خبريال ته وويل په نژديو لسو کلونو کی په بدنی روزنی کی د ګډون کوونکو شيمر کال په کال زيات شويدی ٠ په ٢٠٠٤ کال کی د نوموړو خلکو شمير د عمومی نفوس په سلو کی ٣٧ برخه ونيوله او د ١٩٩١ کال په نسبت په سلو کی

شپيته زياته شويده چه په پرمختيائی هيوادونو کی مخکنی سويی ته رسيدلی ده ٠ په چين کی بدنی روزنه ډيره مروج ده ٠ د سپورت په برخه کی د خلکو د مصارف په ښکاره توګه لوړ شويدی ٠

يو داو جونګ وويل چه که څه هم د ټولو خلکو د روغتيا د ساتنی د پروګرام د تطبيق د لسو کلونو نه راهيسی د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاه شويدی ، مګر نور ډير زيات کارونه به هم تر سره شي ٠ د چين مربوطی څانګی بايد د خلکو د روغتيا د ساتنی لپاره کوشش وکړي او خلکو ته کافی سپورتی تاسيسات او خدمتونه برابر کړي ٠ اوس په چين کی زيات شمير ځوانان په خپلو کارونو بوخت دی او بدنی روزنی ته زياته پاملرنه ور نه کوی ، نو له دوی سره بايد مرسته وکړو څو چه په سپورتی فعاليت کی ګډون وکړي ٠

ګرانو اوريدونکو ، د ورزش او سپورت په نامه نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد هيله ده چه پروګرام مو خوښی شوي وي ! ستاسو د روغتيا په هيله !