<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-26 18:10:16    
زمونږ کورنی د څارويو د روزلو له لاری شتمنی شوی دي

cri

د علومو په وسيله دهيواد دسمسورولو په باب نظريه په نوی دوره کی د چين د واکمن کمونست ګوند لخوا وړاندی شوی يوه مهمه ستراتيژيکی مفکوره ده . د نوموړی مفکوری په رڼا کی په هراړخيز ډول د نسبتی شتمنی ټولنی ودانول د ټولو هيوادوالو د ګډو هلوځلو ستر هدف ګرځيدلی دی .

د روان کال د مارچ په اتمه نيټه يعنی د ښځو په ورځ د چين شمال ختيځ د هيرونجيانګ ولايت د داچينګ ښار د ((دومنګ )) د ولسوالی د مالدارۍ خاونده وانګ شيو جې له دی امله چه د غوايانو په روزنی او پالنی کی يی ستر بری موندلی ، د ټول ښار د لسو ممتازو ښځو په ډله کی انتخابه شوه او انعام او جايزه يی وګټله . وانګ شيو جې پخوا يوه داسی کليواله ښځه وه چه يوازی په خپل کور کی ګوښه شوه ، خو نن ورځ هغی د غوايانو د روزلو له لاری د ټول ښار د ښځو په حلقه کی لومړنی لوړ وياړ ترلاسه کړ او د چين د ښځو د ملی اتحاديی رييسی ميرمن ګو شيو ليان په صميمانه توګه ورسره هم وکتل .

وانګ شيو جی خبريال ته وويل ، د څارويو د روزلو له لاری د کورنيو د شتمنولو په فعاليتونو کی په کورنيو او ټولنه کی زمونږ د دغو کليوالو ښځو مقام ډير زيات لوړ شوی دی .

د دومنګ ولسوالی پوره نوم د دوربت د مغولی قوم خودمختاره ولسوالی ده چه د هيرونجيانګ په ولايت کی د ملی اقليتونو يوازنی خودمختاره ولسوالی ګڼله ده . پخوا د عنعنوی او زړو افکارو د محدوديت له امله په کورنی کی د

کليوالو ښځو مقام ټيټ ؤ او د ښځو د تحقيرولو پديده کله ناکله ليدله کيدله .

د ٢٠٠٢ کال د اکتوبر په مياشت کی مغولی ښځه چه چينګ يو شيا نوميږی ، د نوموړی ولسوالی د ښځو د اتحاديی د مديری په توګه انتخابه شوه . هغه په دی ښه پوهيږی چه د ښځو د مقام د لوړيدو لپاره بايد لومړی د ښځو د ځانی لياقت او علمی سويی د اوچتولو لپاره هلی ځلی وکړی شی او کليوالی ښځی بايد له يوازنی کورنی کار څخه ځان وژغوری او په توليدی فعاليتونو کی دی برخه واخلی . د مکررو څيړنو او بحثونو نه وروسته د ښځو لپاره دڅارويو د روزلو له لاری د کورنی د شتمنولو په خاطر دری کلن پلان جوړ شوی دی .

د ښځو نوموړی اتحاديی په دی هکله د ولسوالی ټولو ښځو ته بلنه ورکړه چه له غوره فرصت نه په پوره استفادی سره د څارويو د روزنی او پالنی له لاری خپله کورنی شتمنه کړی . دوی په رازو رازو لارو چارو سره د ښځو هغه جذبات چه د نوموړی پلان په تحقق کی ځان واچوی ، راسمبال کړی دی . دغه راز يی هم کوښښ کړی چه د پلان د تحقق په بهير کی ځان د ښځو نصب العين وګرځوی او ورسره واقعی مرسته وکړی .

په نوموړی ولسوالی کی د ټولو ٧٩ کليو د ښځو سازمانونو مشران په خپلو کورونوکی د څارويو او نورو ځناورو په روزلو او ساتلو مشغول دی چه په دی جمله کی په سلوکی د ٤٤ اعشاريه ٣ ښځو کلنی عايدات له څلويښتو زرو ژن مين بی يوانو څخه اوښتی دی . د نان يانګ کلی ښځې وانګ څوين لی اته شيدی ورکوونکی غواګانی روزلی او کلنی ګټی يی له څلويښتو زرو نه زياتو يوانو ته رسيدلی دی . په ٢٠٠٢ کال کی ٥ بی وزلی او غريبی کورنی د هغی په مرسته له غربت څخه خلاصی شوی ، اوس د شتمنی په لوری زيار باسی .

نن سبا د دومنګ ولسوالی په کليو کی په سلو کی ٦٠ ښځی په توليدی فعاليتونو بوختی دي او ددوی لخوا ترلاسه شوی اقتصادی ګټې دولسوالی د زراعتی او مالداری توليداتو د عمومی ارزښت په سلو کی څه د پاسه ٦٠ نيسی . په دی ولسوالی کی ٤٣ زرو ٢ سوه تنو کليوالو ښځو د څارويو د روزلو له لاری د کورنيو د شتمنولو په فعاليتونو کی برخه اخيستی ده ، په بل عبارت په هرو سلو تنو هغو ښځو کی چه د جسمی کار توان لری ، دری اتيا تنو ښځو په نوموړو فعاليتونو کی ځانونه رسولی دی . دوی ټول ٨٤ زره شيدی ورکوونکی غوايان او ٤١ زره غوښينی غواګانی روزلی دی چه په جلا جلا توګه د ولسوالی د همدغو غوايانو د عمومی شمير په سلو کی ٨٤ او ٨١ برخه تشکيلوی .

د دومنګ د ولسوالی ولسوال وانګ يو جې خبريال ته وويل ، زمونږ د ولسوالی ښځو د اړوند سازمان په مشريتوب او لارښوونه نه يوازی په اقتصادی فعاليتونو کی د نارينه ؤ په شان مهم رول لوبولی ، بلکی مهمه خبره دا ده چه دوی د عنعنوی او زړو افکارو له محدوديت څخه د ژغورل کيدو تر څنګ په اقتصادی ابادی کی ځانونه اچولی دی .

د دومنګ په ولسوالی کی د نوموړو فعاليتونو په روانيدو سره نه يوازی د کليو د ګڼ شمير ښځو علمی سويه او توليدی مهارت او توان لوړ شوی او ددوی د کورنی عايداتو د زياتيدو لپاره مساعه زمينه برابره شوی ، بلکی د کرنی او کليوال اقتصاد د جوړښت په باب د ستراتيژيکی تنظيماتو بهير هم ګړندی شوی او په کورنيو او ټولنه کی د کليوالو ښځو مقام هم اوچت شوی دی .