د لرغونی زمانی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د بوکس يا د سوک وهلو لوبه د خلکو د مينی او هرکلی وړ لوبو څخه شميرل کيدله . د اولمپيک د سپورتی لوبو په اړه د بوکس په لوبو کی زيات قهرمانان راپيدا شول چه دهغوی په منځ کی د لرغونی يونان نامتو رياضی پوه پيتاګوراس ډير شهرت درلود . نوموړی د هندسی په علم کی د پيتاګوراس د رياضی قضيې د موندلو نه مخکی د بوکس يو ممتاز لوبغاړی ؤ . هغه په خپل جوړشوی ښوونځی کی نه يوازی زده کوونکو ته د رياضيات اود فلسفی اړوند معلومات ورکړل ، بلکی يی د بوکس او توری وهلو په باب تيوری هم بيان کړله . وروسته پيتاګورس د اولمپيک د سپورتی لوبی د بوکس په سيالی کی د قهرمانۍ لقب وګاټه .
د بوکس او پهلوانی ګډه لوبه
د بوکس او پهلوانی ګډه لوبه د ميلاد د مخه په ٦٤٨ کال کی د لرغونی زمانی د اولمپيک په ٣٣مه سپورتی لوبه کی د سيالی د رسمی لوبی په توګه وټاکله شوه . د بوکس او پهلوانی د ګډی لوبی په اصطلاح د غيږی نيونی او بوکس په ګډون د دوو سياليو په يوځايښت سره ورزشی پروګرام ؤ . خو د مسابقی په ترڅ کی شديدوالی او سختوالی يی د نوموړو دواړو لوبو له ځانګړی سيالی څخه ډير زيات ښکاريدل .
د شيپورچی او د فرمان رسونکی ځغاستی
د هرې دورې د اولمپيک په سپورتی لوبی کی حکم او ريفری تر هر چا ډير زيار او زحمت کاږی . په دی وجه د دوی نه د مننی او تشکر د څرګندولو لپاره د ميلاد د مخه په ٣٩٤ کال کی د لرغونی زمانی د اولمپيک په ٩٦می سپورتی لوبی کی په خاص ډول د دوی لپاره د شيپورچيانو او فرمان رسونکی په ګډون ځغاستی شاملی شوی وی . دغه دوی مسابقی د ټولو لوبو د سياليو د پای ته رسيدو نه وروسته ترسری شوی او د ځغاستی فاصله يی په لوبغالی کی د ځغاستی له اوږدوالی سره برابره وه ، په بل عبارت نوموړی فاصله ١٩٢ اعشاريه ٢٧ متره وه .
د جنګی ګاډيو مسابقه
د ميلاد د مخه په ٦٨٠ کال کی د لرغونی زمانی د اولمپيک په ٢٥ می سپورتی لوبی کی د جنګی ګاډيو ترمنځ سيالی د رسمی لوبی په توګه وټاکله شوه . د لرغونی زمانی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د نورو لوبو سيالی په سوله ايزه دوره کی د يونان د مختلفو ښاری ډلو د سرتيريو ترمنځ ترسره کيده ، خو د جنګی ګاډيو ترمنځ مسابقه د نوموړو ډلو د قوماندانانو په منځ کی وشوه ، په بله ژبه دغه مسابقه د انسانی ، مادی او مالی قوتونو په برخو کی د مختلفو ښاری ډلو د واکمنانو ترمنځ يو ډول سيالی ګڼله کيدله . د اړوندو مقرراتو سره سم د مسابقی په ترڅ کی هرې دوه ارابه لرونکی جنګی ګاډۍ ته څلور أسان او يو تن سواره ليږل کيدل او سوارانو به د جنګی ګاډۍ په چلولو سره د څه نا څه ١٤ کيلومترو په اوږدوالی ١٢ دايرې منډی وهلی ، د منډی ليکه يی د قرعه کشی يا د پچې اچولو په وسيله ټاکل کيده . هغه سوار ته چه لومړی مطلوب ځای ته رسيږی ، د
جايزې او انعام په توګه هغه مقدسه افتخاری خولۍ چه د زيتون د ښاخونو څخه جوړه شوی وه ، او د خوښۍ وړ نغدی پيسی ورکول کيدلی .
* د أس د ځغاستی مسابقه
د أس د ځغاستی مسابقه د ميلاد د مخه په ٦٤٨ کال کی د لرغونی زمانی د اولمپيک په ٣٣ مه سپورتی لوبه کی په رسمی توګه د سيالی په فعاليتونو کی شامله شوه . د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د أس د ځغاستی مسابقه د جنګی ګاډيو د سيالی د پای ته رسيدو نه وروسته په هماغه ليکه کی ترسره کيدله . د سيالی ټول مزل يی د جنګی ګاډيو د مسابقی له فاصلی سره برابر و چه عمومی اوږدوالی يی څه نا څه ١٤ کيلومتره ؤ او د منډی لپاره ١٢ دايری هم وې .