د سين هوا اژانس د خبر له مخی په وار سره د طالبانو د مشر محمد عمر ثبته شوی وينا د جولای په پنځه ويشتمه نيټه ماښام د افغانستان په تلويزيون او ورځپاڼو کي خپره شوه . عمر په خپله وينا کی له وسله والو طالبانو څخه غوښتنه کوي چی په افغانستان کی د امريکې له پوځونو سره مبارزه وکړی او په دومداره توګه د حامد کرزي په مشرۍ له حکومت سره مقابله وکړی. د محمد عمر په قول د طالبانو لارښوونکی کميټه پراخه شوی او يوه نظامی کميټه هم جوړه شوی ده. دا لومړی ځل دی چی د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو نه راهيسی ملا عمر د مطبوعاتی ذرايعو له لارې خپله ثبته شوی وينا خپری .
|