<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-27 17:14:57    
د ګوزن روزونکي ګاو ژوي فونګ

cri

 څه د پاسه ديرش کلن ښاغلي ګاو ژوي فونګ د چين د بينجينګ د نان هاي ځه په نامه د ګوزن د روزني د پارک يو روزونکي دي٠ له دي امله چه د ګوزن د روزني کارونه د اوږدي موري له پاره په بهير کې ترسره شوي ، نو د ګاو ژوي فونګ د مخ پوستکي ډير تور ښکاري ، خو صحت يي روغ جوړ دي ٠ په دي وروستيو وختونو کې ز مونږ خبريال ورسره مرکه وکړه ٠ د مرکې په ترڅ کې هغه خبريال ته وويل چه زه د چين د شمالي خوا د حه بي ولايت له يو کلي څخه دلته راغلي يم او په دي ځاي کې مي شپز کاله کار کړي دي ٠ پخوا په کليو کې زه د پسه د بيولو ډيره خوښه وم او په دي اثر د ګوزن د روزلو په نوموړي پارک کې ومنل شوي وم ٠ په دي پارک کې زما دنده دا ده چه نوي زيږيدل شوي ګوزن او هغه وړوکي ځناور چه پريښودل شوي ، ساتنه کوي ٠

ټولو ته معلومه ده چه ګوزن په چين کې يو ډول خاص ارزښناک ځناور دي او د چين د تاريخ د مختلفو سلسلو په دوره کې يي تل په شاهي پارکونو کې تر روزل او ساتنې لاندي ؤ ٠ په ١٨٦٥ کال کې يو شمير ګوزن چه د بيجينګ د تان يوان په نامه په شاهي پارک کې ساتل شوي ، د يوه فرانسي مذهبي مبلغ له خوا کشف شوي او د دغه ډول خاص خناور په باب معلومات د هغه له خوا اروپا ته رسول شوي ؤ او له هغه وخت نه د ارزښناک ځناور په توګه ګوزن د اروپايانو زياته توجه سبب شوي ؤ ٠ په ١٩٠٠ کال کې د لويديځو اتو هيوادونو تيري کوونکي ګډ فوځ پر چين باندې تيري کولې او د چين د نان يوان په نامه له شاهي پارک نه ګوزن تالا کړل او اروپا ته يي يووړل شول ٠ له هغه وخت نه په يوه اوږده موده کې ګوزن دغه ډول ارزښناک ځناور په چين کې ليري شوي ؤ ٠ د نوي چين د جوړيدو نه وروسته په ١٩٨٥ کال د اړوندو څانګو ترمنځ د تماسونو او مشورې له لارې شل ګوزن له انګلستان نه بيرته خپل ټاټوبي او پلرني ځاي ته استول شوي او د بيجينګ د نان هاي ځه په نامه د ګوزن په نوي پارک کې په نوي ژوند يي پيل وکړ ٠ اوس په چين کې د ګوزن عمومي شمير شپږو سوو ته رسيدلي او ټول د نوموړو شلو ګوزن له خوا تکثير شوي دي ٠ په دي هکله بايد وويل شو چه د دغو ګوزن د تکثير او ودې له پاره اړوندو کارکوونکو ډير خدمتونه او کوششونه تر سره کړي دي ٠

ښاغلي ګاو ژوي فونګ وويل چه په ١٩٩٩ کال کې کله چه زه تازه دلته راغلي وم ، په نوموړي پارک کې څلور ګوزن تازه زيږيدلي ، د دغو څلورو ګوزن وزن يو شان نه ؤ چه له دوي څخه ډيردروند وزن يي دوه لس نيم کيلو او ډير سپک ډول يي يوازي اته کيلو ګرام ؤ او ډير وړوکي يي ډير ضيف ؤ٠ ښاغلي ګاو وويل چه د نوموړو ګوزن دساتنې په وخت کې ما د ماشوم د ساتنې په شان وړوکي ګوزن ته پاملرنه او روزنه کوله ، هره ورځ يي په خپل غيږ کې په ډير دقيق ډول خواړه ورکوله ٠ په هره شپه ګاو ژوي فونګ بايد دري او څلور ځله له خوب نه پاڅيږي او وړوکو ګوزن ته خواړه يي ورکوله ٠ دده د کوششونو له لاري د يوي مياشتې په تيريدو سره وړوکي ګوزن په ارامه توګه له خطرناکې مودې نه تير شوي ؤ٠

د څو کلونو نه وروسته ډير وړوکي ګوزن د ښاغلي ګاو ژوي فونګ تر جدي پاملرنې لاندې ښه وده کړۍ او لوي شوي دي ٠ هغه د خپل کار د يادولو په وخت کې خبريال ته وويل چه زه له زړه نه له دغو وړوکو ګوزن سره زياته مينه لرم ٠ پروا نه شته چه هوا ګرمي يا يخه وي ،زه غواړم چه د دوي له پاره خدمتونه وکړم٠ مثلأ د دوي له پاره واښه پري کوم او د ونې د پاڼې دلاس ته راوړلو له پاره ونې ته ختم او داسي نور ٠ په دي کارونو کې زه هيڅکله ستړيا نه احساسوم ٠ ګاو ژوي فونګ هم وويل چه له ګوزن سره د يو ځاي د ژوند په وخت کې زمونږ ترمنځ ژوره احساسات را پيدا شوي دي ٠ زه له دوي څخه يو يو پيژنم او دوي ته ځانګړي نوم ورکړي دي ٠ په عين وخت کې ګوزن هم له ما سره ډيره مينه لري ٠ هر کله چه ګوزن ما وويني ، حتمأ به له هري خوا څخه زما خوا ته راشي او زما لاسونه به يي وڅټي ٠ سږکال ښاغلي ګاو ژوي فونګ خپل ميرمن هم نوموړي پارک ته راوړلي او ور سره يو ځاي د ګوزن د ساتنې او روزنې په کارونو کې يي لګيا دي ځکه هغه له ګوزن سره جلا نه شي کيداي ٠