<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-27 17:26:13    
د سترګو د نژدی ليدنی وقايه

cri

ګرانو دوستانو،د روغتيا د ساتنی په نننی روګرام کی به د سترګو د نژدی ليدنی د وقايی په باب معلومات تاستو ته وړاندی کړو .

عمومأ خلک دا نظر لری چی د سترګو نژدی ليدنه له ځان سره ليری ده خو په حقيقت کی د سترګو له نژدی کيدو نه ژغورل اسان نه دی .د طبی پوهانو په نظر د سترګو ليدنی د مخنيوی له پاره اوږد وخت په کار دی .

د نژديو کلونو نه راهيسی د زده کړه کولو د دندی د زياتوالی او د سترګو د روغتيا د بی پړوايی له امله لازيات کسانو د سترګو په نژدی کيدنی اخته شوی دی .د ګرد هيواد د زده کوونکو د بدن د کيفيت په هکله له څلورم تحقيقاتو نه چی د پوهنی د وزارت ،د روغتيا د وزارت ،د دولت د سپورتی عمومی رياست او د علومو او تخنيک د وزارت له خوا په ګډه سره جوړ شوی دی ،څرګنديږی چی د سترګو په نژدی ليدنی د اخته شويو زده کوونکو ميزان لوړدی چی دا د انديښنه وړ دی .په دی هکله د ابتدايی مکتبونوزده کوونکو ميزان په سلو کی ٤٨ عشاريه ١٨ دی ،او د پوهنتونونو د محصلينو ميزان په سلو کی ٧٣ عشاريه صفر ١ دی .

د تونګ ژن په نامه د بيجينګ د سترګو د ناروغی د روغتون مسئول ډاکتر ځو يو هوا وويل چی د سترګو د نژدی ليدنی وقايه اسانه نه ده او بايد له کوچينيتوب نه ښه عادت وساتل شی .لومړی د لوستلو او ليکلو په ترڅ کی دی د سترګو ترمنځ د ٣٣ سنټی ميتروخاصله وساتل شی .دوهم د لوستلو او ليکلو وخت دی اوږد نه وی .عمومأ د نيم ساعت د لوستلو او ليکلو نه وروسته د ٥ يا ١٠ دقيقو تفرح لازم دی تر څو د سترګو ستړتيا ليری شی .دريم په تورتم يا قوی روښنايی کی لوستل او ليکل نه کيږی .څلورم په موټر کی کينی د کتابونو لوستل مساعد نه دی .ځکه چی نوموړی عمل د سترګو د ساتنی دپاره ګټور نه دی .پنځم پر کټ باندی کتابونه لوستل هم په عادت نه دی .شپږم د تليويزنی پروګرامونو د کتلو او په انترنت کی د لوبه کولو وخت بايد وټاکل شی او ښه به دا وی چی هره ورځ له ساعت نه زيات نه وی .برسيره پردی هره ورځ د سترګو د ساتنی دپاره د سترګو د روغتيا ورزشی کوی ځکه چی دا ورزش د سترګو ستړتيا کم او د سترګو نژدی ليدنه مخنيوی کيدای شی .بله د توجه وړ خبره دا ده چی وګړی هر نيم کال د سترګو د معاينی دپاره روغتون ته ځی .که د سترګو کومه ناروغی رامنځته شی ،بايد په وخت تر علاج لاندی وينول شی .دا د توجه وړ دی چی ځينی زده کوونکی چی بسيره يی لانده ده بايد مساعدی عينکی په سترګو کړی تر څو د سترګو د ليدو قوت ښه والی ومومی .

مسئول جو ياو هوا وويل چی که څه هم د سترګو د نژدی ليدنی د وقايی لاره چاره اسانه ده خو لږ شمير کسان ور باندی ټينګار کوی چی دا د سترګو د نژدی ليدنی د رامنځته کيدو عمده علت دی .

مسؤل جاو يو هوا دا نظر درلود چی مونږ بايد د ليدو قوت د ساتنی دپاره د چاپ کولو کيفيت ته دی توجه ور کړی او پيشنهاد يی وړاندی کړ چی بايد په شين کاغذ کی سپينه کلمه وليکل شی چی دا د سترګو له پاره ګټوره ده .بله خبره داده چی طبيعی رڼا استعمال د ماشومانو د سترګو د روغتيا د ساتنی دپاره ګټور دی .مګر د ليکلو يا د زده کړه کولوپه وخت کی رڼا بايد توره نه وی يا قوی نه وی .

د بيجينګ د ناروغی د وقايی او کنترول د مرکز په اړه د سالمی پوهنی د څانګی مسئول تيان شيوان يوانګ وويل د ماشومانو د زده کړه کولو د سالمی او ښه چاپيريال د برابرولو دپاره په بيجنيګ کی بيلا بيلو ابتدايی او منځنی ښوونځی بايد د روغتيا د پرمخبيولو د ښوونځيو د بدلولو دپاره يو له بل سره سيالی وکړی . د بيجينګ د روغتيايی رياست د اړوند معيار سره سم بيلا بيل ښوونځی به په مختلفو برخو کی د چاپيريال شرايط ښه والی ومومی ترڅو د ليدو قوت وساتل شی او د سترګو د نژدی ليدنی مخنيوی وشی

ګرانو دوستانو زمونږ پروګرام چی عنوان يی دی د سترګو د نژدی ليدنی وقايه ده په همدی ځای پای ته ورسيد .خوشحاله اوس.