<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-27 17:34:02    
چين ته د هندی سمندری څپو په اثر د دوولسو تنو مصيبت ځپلو يتيمانو اوونيز سفر وکړ

cri

لږه موده د مخه د هندی سمندری څپو په اثر دوولس تنه مصيبت ځپلی يتيمان د بيجينګ هوايی ميدان ته ورسيدل ٠ په چين کی دوولسو جوړه پلرونو او ميندو د داوطلبانو په توګه له داسی ماشومانو سره واوسيدل چه اوه ورځ ته دوام درلود ٠ کله چه يتيمان له الوتکی څخه ميرمن وو په موقتی توګه يوه نجلی په خپل غيږ کی ونيوه ٠ هغه وويل چه زه به د خپلی لور په شان هغې ته مينی ورکړم ٠

د چين د سره صليب عمومی ټولنی او د بيجينګ د ځوانانو د اتحاد لخوا د بوډۍ ټال په نامه د هندی سمندری څپو په اثر د يتيمانو سره د مرستی فعاليت پيل شو ٠ نوموړو ماشومانو له تايلند څخه راغلی دی او مشر يتيم ئی ١٢ کلن دی او کشر ئی يوازي اته کلن ٠

د تير کال په پای کی د سمندری څپو په اثر مصيبت ځپلي ماشومان د نړيوالو د توجه وړ ګرزيدلی دي او زيات شمير ماشومان يتيمان شول ، خو دوي د مورنې او پلرني مينې د لاس ته راوړلو دپاره قوي غوښتنه لري چه په دي توګه د چين اړوندو څانګو پريکړه وکړه چه دوولسو يتيمانو ته چين ته د سفر بلنه ورکړي څو چه په اوونيز سفر کي دوي ته د چيني پلرونو او ميندو زياتې پاملرنې ورکړي . د سفر په موده کي دوي په بيجينګ کي د چيني پلرونو او ميندو سره ژوند وکړ او ددوي په مشرۍ يي د زياتو تاريخي ځايونو سيل وکړ او د چيني ماشومانو سره يي د خوشحاليو په غونډو کي ګډون وکړ .

که څه هم نوموړي سفر ډير لنډ و ، خو د چينايي پلرونو او ميندو د مينې په رڼا کي به د يتيمانو په راتلونکي ژوند باندي فغاله اغيزه واچول شي ، يقين دی چه دوي به په راتلونکي ژوند باندي خپل اعتماد اعاده کړي او د ښکلي راتلونکي په لور به پرمختګ وکړي .

د هند يوه نجلۍ د قانون په واسطه د زوړ عادت سره په مبارزه کي کاميابه شوه

په هند کی نجلۍ چه عمر يي د اتلسو کالو څخه کوچنی دی د هغه هلک سره واده غير قانوني دی چه سن يي ٢١ کالو ته ندي رسيدلی، مګر د هند په ځينو پاتی وروسته کليو کی د داسي نجونو او هلکانو ترمنځ واده ډير مروج دی ٠ ټولنه د پرله پيسې پرمختګ حال کي ده ، نو يقين لرو چه داسی زاړه او وروسته پاتي رسمونه او عادتونه به بالاخره له منځه ليري شي ٠

د هند يوه ١٤ کلنه نجلۍ چه نيګار سوسيلا نوميږي ، د هند په جنوبي سيمه کي د يوه غريب بزګر په کور کي وزيږيدله او دوه کاله دمخه چه عمر يي دوولس کاله و ، د خپل پلار و مور د امر سره سم يي په خپل ګاونډي کلي کي د يوه پنځلس کلن هلک سره واده وکړ . لږه موده دمخه د خپل ميړه سره ددې د طلاق غوښتنه د محاکمې لخوا ومنله شوه چه په دي اثر نيګار سوسيلا کولي شي چه بيرته ښوونځي ته لاړه شي ٠ نجلۍ سوسيلا له هغو نجونو څخه يوه نجلۍ ده چه د قانون په واسطه يي د واده په هکله د زوړ عادت سره د مبارزې په بهير کي بري موندلی دی .

شپږ مياشتې نه مخکی سوسيلا له پوليسي مقاماتو څخه مرستی ولټوله څو چه د خپل ميړه د ستم او ظلم څخه ځان وژغوړي ٠هغه خپل زده کړی ته د دوام ورکولو هيله څرګنده کړه او د ايم اې په نامه د ماشومانو د صندوق له مرستی څخه يي هم غوښتنه وکړه ځکه چه دا سازمان تل د کوچنيو کارکوونکو د ژغورلو لپاره کوشش کوي څو چه دوي ښوونځيو ته وليږي ٠ نو په داسي حال کي د سوسيلا پلار و مور او د کلي سپين ږيريانو د مجبوريت لمخې د سوسيلا غوښتنه ومنله . په پاي کي د پوليسو او د صندوق د مشر تر رياست لاندي د دواړو کورنيو مشرانو ددوي د طلاق موافقتنامه لاسليک کړه او د دې موافقتنامې سره سم جهيز بيرته سوسيلا ته ورکړ شو . د احصايي لمخې هر کال د هند په کليو کي دوه لکه تنه هلکان او نجونې چه د واده عمر ته ندي رسيدلی ، واده کوي او ناوي حتي داسي کوچنی جنۍ ده چه تازه په پښو تلي شي او د واده د مراسمو نه وروسته په خپل کور کی وده شي ٠ په محلی سيمو کی پوليسان لږ د دی واده مخه نيسی ٠