د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د هند او پاکستان ترمنځ د کلتوری تګ رتګ په هکله غونډه د جولای په اوه ويشتمه نيټه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کی پای ته ورسېده. په تېرو دوو ورځو کی د دوستانه سلا مشورې نه وروسته دواړو خواوو د يو بل هېواد مذهبی مقدسو ځايونو ته د زيارت کوونکو د شمېر په هکله موافقې ته رسېدل دی. د خبر له مخی په نوموړی غونډه کی د کلتور، هنر، ورزش، توريزم او د ځوانانو د چارو په شمول په موضوعاتو باندی بحث وشو.
|